یوه افغان مهاجر د سه شنبې ورځ په اندونیزیا کې خپل ځان ته اور اچولی
انډونیزیا –
یوه افغان مهاجر د سه شنبې په ورځ په اندونیزیا کې خپل ځان په اور سوځولی . د مهاجرو په چارو کې يوه ځايي همغږي کونکي ويلي دي چې دغه افغان په دریم هیواد کې د اوسیدو د څو کلن انتظار په غبرګون کې ځان ته اور اچولی.
اندونیزيا کی ولې يوه افغان مهاجر ځان ته اور اچولی دی؟د فرانسې خبري آژانس په اړه هغه د سختو ټپونو له امله روغتون ته لیږل شوی . د مهاجرو په چارو کې يوه ځايي همغږي کونکي محمد جمعه ویلی چې دغه افغان د اندونيزيا د سوماترا ټاپو په ميدان ښار کې د مهاجرو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمشنرۍ د دفتر مخې ته ځان وسوځول. نوموړی زیاته کړی چې دغه ځای ته نور افغانان هم د لاریون په هدف راټول شوي.
دا هم ولولئ | طالب چارواکي په کابل کې د متحده عربي اماراتو د سفارت د بیا پرانیستلو خبر ورکړی.
چې ياد افغان هم په کې ګډون کړی وو. د ښاغلی په خبره د وروستیو کلونو په بهیر کې لږ تر لږه ۱۴ افغان مهاجرو خپل ژوند له لاسه ورکړې او شپږو نور بیا هم د ځان وژنې هڅه کړې . هغه د اندونيزيا له حکومت او د ملګرو ملتونو سازمان څخه غوښتی چې د دغو مهاجرو د ستونزو د هوارولو له پاره دې خپلې هڅې او کوښښ زیات وکړی.
په اندونيزیا کې په زرونو مهاجر چې له نيمايي څخه ډير يې افغانان دي په یو دریم ځای هیواد کې د اسیدو له پاره په انتظار کې ژوند کوي او شپی ورځی سبا کوی په داسې مهال کې چې د اندونیزيا حکومت بیا هغوی له قانوني کار کولو څخه منع کړی .
د مهاجرو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کميشنرۍ يوې وياندې میترا سلیما سوریونا ویلی چې دغه سازمان پيښه له نژدې لیدلی اوویلی چی موږ پر دغې پيښې ډير انديښمن شوي يو موږ به د ستونزو د حل په هدف له اړوندو خواو سره خپلو هڅو او کوښښونو ته ته ادامه ورکړو.