یونېسف د افغانستان لپاره د بل وخت پرتله د زیاتو مرستو غوښتنه وکړه
افغانستان –
یونېسف د افغانستان لپاره د بل هر وخت پرتله د زیاتو مرستو غوښتنه وکړی په ملګرو ملتونو سازمان کې د کوچنیان ملاتړ ادارې یونېسف په خپل تاریخ کې د یوه هېواد لپاره د بل وخت پرتله د زیاتو مرستو غوښتنه کړې.
یونېسف په یوه اعلامیه کې ویلي له ۲۴ میلیونه افغانانو سره یې چې نژدې نیمايي یې کوچنیان دي د بشري مرستو لپاره د دوه میلیاردو ډالرو بسپنې غوښتنه کړې. یونېسف مسوولین اټکل کوي چې مناسبو خوړو پاکو اوبو او د نظافت کافي وسایلو ته د لاسته نه راوړنی له امله به ۲۰۲۲ کال له هرو دوو افغان کوچنیان یو په کمزوری وی. یونېسف مسوولین هیله مند دي چې د مرستې همدغه دوه میلیارده ډالر به په افغانستان کې د کوچنیان او کورنیو لپاره د روغتیایی، خواړه ، نظافت او زدکړو برخو کې د خدمتونو لړۍ له ویجاړېدو څخه وژغوری
دا هم ولولئ | طالب چارواکي په کابل کې د متحده عربي اماراتو د سفارت د بیا پرانیستلو خبر ورکړی.
د افغانستان لپاره د یونېسف استازې الیک اکونګا په دې اړه په یوه پیغام کې ویلی په افغانستان کې اوس مهال بشري وضیعت په ځانګړي توګه د کوچنیانو لپاره سخت اندېښمنونکی دی. ژمی له مخه رارسېدلی او له اضافي مالي مرستو بغیر به یونېسف او مرستندویه ادارې و نه توانېږي هغو کوچنیان او کورنیو ته د همکاری لپاره ورسېږي چې مونږ ته تر ټولو نورو هر چا زیات اړمن دي د ملګرو ملتونو دا چارواکي وېره ښکاره کړی چې دا مهال میلیونونه افغان کوچنیان د لوږې او تر مړینې له خطر سره مخامخ دي.
نوموړې زیاته کړی دوی هڅه کوي چې له هرې شونې لوری له هغو افغان کوچینانو سره مرستې وکړې چې د هېواد په ښوونځیو کې د څښاک پاکو اوبو او نظافت نشتوالي له امله د تاوتریخوالي له خطر سره مخامخ دي. چې تېره اونۍ نړیوال بانک کې د افغانستان بیا رغونی صندوق په افغانستان کې د بشري کړکیچ مخنیوي.لپاره په دې څانګه کې د افغانستان له یو اعشاریه پنځه میلیارده کنګل شوې شتمنۍ څخه د ۲۸۰ میلیونو ډالرو پرانیزیدل تایید کړل.
د سرچینو ویلی چې دا ۲۸۰ میلیونه ډالر به د خوړو نړیوال سازمان او د کوچنیانو ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو ادارې یونېسف ته په افغانستان کې د بشري مرستو لپاره ورکړل شي.