نړیوال خبرونه

ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند وایي چې تر اوسه د طالبانو دولت په رسميت پېژندلو پړاو ته نه یو رسېدلي

د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، تراوسه په رسمیت د طالبانو پېژندلو پړاو ته نه دی رسېدلی. د ايران دولتي خبري اژرانس په رپوټ کې د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده ویلې، چې  طالبان باید پر داسې لور اقدام وکړي چې د خلکو د غوښتنې پر بنسټ د نړیوالې ټولنې لخوا په رسمیت وپېژندل شي.

ښاغلي خطیب زاده په اونیزه غونډه کې د خبرو پر مهال زیاته کړه، “هغه څه چې په افغانستان کې پرې ایران او نور ګاونډي هېوادونه تر ټولو ډېر ټینګار کوي، د یوه ټولګډوني حکومت رامنځته کېدل دي، چې د افغانستان ټول قومونه او ولس په کې شامل وي”.

ښاغلی خطیب زاده زیاته کړې، چې هېواد یې خپل ټول وس کړی چې له افغانانو سره مرستې وکړي. له دې مخکې په کابل کې د ایران سفیر بهادر امینیان له طلوع نیوز خصوصي ټلویزیوني شبکې سره مرکه کې وویل، په افغانستان کې اوسنی حکومت ټولګډونه نه دی او حکومت یې له اوسني چوکاټ سره د دې (طالبانو حکومت) منلو ته چمتو نه دی.

نور یی ولوله | د افغان نجونو او ښځو چارو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وټاکل شوه

ښاغلۍ وویل، “که یوه ډله راځي، او د یوه قوم اړوند وي، او ټول قومونه په حکومت کې ګډون و نه لري، موږ دا نه منو”. نوموړي ادعا وکړه، چې که ایران د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژنی، روسیه، چین، د مرکزي اسیا یو شمېر هېوادونه او ځینې عرب هېوادونه به هم دا حکومت په رسمیت وپېژني.

د یادونې ده، چې له دې دوه ورځې مخکې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وویل، په رسمیت د طالبانو حکومت پېژندلو موضوع له ‘وخته مخکې ‘ خبره ده. ښاغلي لاوروف له تاس خبري اژانس سره یوه مرکه کې وویل، روسیه به د دې موضوع سره په تړاو له نړیوالې ټولنې سره په شریکه د ملګرو ملتونو د بندیزونو له نوملړه د طالبانو لېرې کولو پر لور تدریجي پرمختګ وکړي، ”چې په رسمیت د افغانستان نوي حکومت پېژندلو ته زمینه برابره شي. ”

په ورته مهال د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن ویلي، که طالبان غواړي چې حکومت یې په رسمیت وپېژندل شي، باید تګلاره کې اصلاحات راولي. ښاغلي بلېنکن دغه راز وویل، هېواد یې پر داسې لارو چارو غور کوي، چې افغانستان ته نغدې پېسې له داسې لارو واستول چې شي، چې طالبان ترې ګټه پورته نشي کړئ.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button