نړیوال خبرونه

د افغان نجونو او ښځو چارو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وټاکل شوه

د امریکا متحدو ایالتونو بهرنیو چارو وزارت، رینا امیري د بشري حقونو، افغان ښځو او نجونو لپاره د ځانګړې استازې په توګه ټاکلې ده د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د بهرنیو چار وزیر انتوني بلېنکن له قوله ویل شوي، رینا امیري د افغانستان په اړه مسایلوپه برخه کې، بهرنیو چار وزارت، حکومتونو، ملګرو ملتونو او د سولې سازمانو ته د مشورې ورکولو اوږده تجربه لري په اعلامیه کې ویل شوي، د بشري حقونو، د ښځو، نجونو او ټولو زیانمنونکو خلکو د بنسټیزې ازادۍ حقونو لړ کې د امریکا لپاره د نوموړې فعالیت خورا مهم دی

دی زیاته وي، چې د امریکا یو سوله ییز، باثباته او او خوندي افغانستان غواړي چې ټول افغانان پکې له سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو حقونو برخمن وي، او اغلې امیري به دې لړ کې فعالیت وکړي د امریکا بهرنیو چارو وزیر په خپل وزارت کې یوه تجربه لرونکې کارکوونکې سټیفني فاسټر د افغان ښځو او نجونو بیا مېشت کېدو چارو کې د مشرې سلاکارې په توګه ګومارلې ده د اغلې امیري دنده د ښځو چارو لپاره د امریکا بهرنیو چارو وزارت نوې مشرې سلاکارې سټیفني فوسټر سره په شریکه د افغانانو بیا مېشت کولو چارو همغږي کول بلل شوي دي

نور یی ولوله | انګلستان ته لېږدول شوي مهاجرین زرګونه افغانان لا هم په هوټلونو کې ساتل کېږي

د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په دې هکله یوه ټویټر پیغام کې ویلي: د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د ځانګړې استازې په توګه د رینا امیري بېرته راتګ هرکلی کوم. رینا له ځان سره له دوو لسیزو د زیاتې مودې تجربه او تخصص راوړي چې د یوه سوله ییز، باثباته او خوندي افغانستان لپاره به زموږ د هلو ځلو پرمختګ کې مهم رول ولوبوي افغان الاصله رینا امیري له دې مخکې د مخکیني ولسمشر باراک اوباما د ولسمشرۍ پر مهال هم د امریکا بهرنیو چارو له وزارت سره د سلاکارې په توګه دنده تر سره کړې

نوموړې مخکې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړي استازې د سلاکارې دنده درلوده اغلې امیري د امریکا پوهنتونونو کې د تدریس برخه کې فعالیتونه درلودل او له څېړنیزو مرکزونو سره یې هم د دیپلوماتیکو سلا مشورو ورکولو دنده درلوده

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button