Customize Consent Preferences

We use cookies to help you navigate efficiently and perform certain functions. You will find detailed information about all cookies under each consent category below.

The cookies that are categorized as "Necessary" are stored on your browser as they are essential for enabling the basic functionalities of the site. ... 

Always Active

Necessary cookies are required to enable the basic features of this site, such as providing secure log-in or adjusting your consent preferences. These cookies do not store any personally identifiable data.

No cookies to display.

Functional cookies help perform certain functionalities like sharing the content of the website on social media platforms, collecting feedback, and other third-party features.

No cookies to display.

Analytical cookies are used to understand how visitors interact with the website. These cookies help provide information on metrics such as the number of visitors, bounce rate, traffic source, etc.

No cookies to display.

Performance cookies are used to understand and analyze the key performance indexes of the website which helps in delivering a better user experience for the visitors.

No cookies to display.

Advertisement cookies are used to provide visitors with customized advertisements based on the pages you visited previously and to analyze the effectiveness of the ad campaigns.

No cookies to display.

Uncategorized

نیو زیلنډۍ خبریاله وایې چې خپل هېواد ته نشوم ستنېدلی؛ له طالبانو مې د کومک غوښتنه وکړه

وروسته هغه چې میندوارې نیوزیلنډۍ خبریالې چارلېټ بېلز وویل چې هېواد ته د نه پرېښودلو له امله اړه شوه چې له طالبانو نه مرسته وغواړي د نیوزیلنډ حکومت د پولو د کنترول په اړه له خپلې تګلارې دفاع وکړه. د کورونا د مخنیوي په چارو کې د حکومت وزیر کریس هپکنس ویلي ”هېواد ته د بېرته ستنېدو په اړه تګلارې په نیوزیلنډې کې ښې پایلې لرلې، د خلکو ژوند یې ژغورلی، د ناروغۍ د خپرېدو مخه یې نیولې او پر روغتیايي سیستم یې فشار کم کړی دی. ”

ښاغلی هپکنس وايي په هېواد کې د لګول شویو سختو محدودیتونو سره سره د چارلېټ بېلز په څېر کسانو لپاره چې ځانګړي شرایط لري د نرمښت ځای شته. نوموړي ویلي چارواکو آغلې بېلز ته لارښونه کړې چې د بېړني حالت په کټګوري کې یو ځل بیا د ویزې لپاره عریضه وکړي. د نیوزیلنډ هارالډ ورځپاڼې ته په یوه مطلب کې اغلې بېلز ویلي تېره اونۍ د نیوزیلنډ حکومت کور ته د ستنېدنې په اړه د هغې عریضه رد کړه.

نوموړې چې میندواره ده وايي غواړي چې نیوزیلنډ ته د خپل ماشوم د زېږولو لپاره ستنه شي. چارلېټ بېلز ویلي له هغه مهال راهیسې چې نوموړې هڅه کوي هېواد ته ستنه شي خو د محدودیتونه له امله نه شي کولای یوه بل هېواد هم ورته د پناه ورکولو وړاندیز کړی دی. آغلې بېلز واده نه دی کړی او تېرکال له خپل بیلجمي ملګري سره چې فوټو ژورنالیست دی افغانستان ته د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه رپوټونو چمتو کولو په خاطر ورغلې وه.

نور یی ولوله | افغانستان کې دولتي پوهنتونونه راتلونکې اوونۍ بېرته پرانیستل کېږي

هغه له خپل ملګري سره بیلجیم ته تللې وه خو هلته له څو اونیو تېرولو وروسته ځکه له طالبانو نه د مرستې غوښتنه وکړه چې تر ډېرې مودې پورې د ویزې نه لرلو له امله بیلجم کې نه شوه پاتې کېدای. چارلېټ بېلز وايي له طالبانو نه یې غوښتنه کړې وه چې آیا کولای شي بېرته افغانستان ته ستنه شي؟

هغه وايي ”طالب چارواکو زما دې غوښتنې ته مثبت ځواب راکړ او راته یې وویل چې کولای شم بېرته افغانستان ته ستنه شم او که له کومې ستونزې سره مخامخه شوم نو هغوی ته احوال ورکړم. په ورته وخت کې یو شمېر کسانو د طالبانو لخوا هغې ته د ځای ورکولو په اړه نیوکه کړې او وايي په داسې حال کې چې ډېر ځله افغان خبریالان د طالبانو لخوا ګواښل کېږي، وهل کېږي او ان وژل کېږي طالبان بهرنیو خبریالانو ته هرکلی وايي او له هغوی سره نرم چلن کوي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button