نړیوال خبرونه

امریکا : د طالبانو خلاف تاوتریخوالي ملاتړ نه کوو.

واشنګټن له طالبانو سره د تاوتریخوالي ملاتړ نه کوي

امریکا وايي، په افغانستان کې د تاوتریخوالي وروستۍ څپه په ځیر څاري او ټینګار یې کړی، چې واشنګټن د طالبانو پر وړاندې د تاوتریخجن مخالفت ملاتړ نه کوي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند دا څرګندونې د ‘فارن ډېسک ‘ په نامه رسنۍ ته ليکلي پيغام کې کړې او په جګړه کې پر ښکېلو غاړو يې د زغم غږ کړى او ويلي يې دې چې ستونزې دې د خبرو له لارې هوارې کړي. امريکا د طالبانو پر ضد د تاوترېخجن مخالفت د نه ملاتړ خبره داسې مهال يو ځل بيا تکراروي چې په دې وروستيو کې د افغانستان له ځينو سيمو د تاوتريخوالي زياتېدونکي رپوټونه رارسېدلي دي.

افغانستان به له ډېرو ننګونو سره مخ شي

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت يوۀ وياند “فارن ډېسک” خپرونې يوې پوښتنې ته په ليکلي ځواب کې ويلي، دوى د تاوتريخوالي دا وروستۍ زياتېدنه له نژدې څاري او پر ټولو غاړو د زغم او خبرو ته د کېناستو غږ کوي. وياند زياته کړې، دا يوازينې لاره ده چې افغانستان کولاى شي خپلې ګڼې ننګونې هوارې کړي.

نور یی ولوله | افغانستان کې د نس ناستی ناروغي په ډېرېدو ده

نور یی ولوله | د متحده عربی اماراتو ولسمشر شیخ محمد بن زاید خپل ولس ته وینا وکړه.

رپوټونه وايي له تېرو څو مياشتو راهيسې د پنجشېر، بغلان او پروان ولايتونو په ځينو سيمو کې د طالبانو پر وړاندې د ملي مقاومت جبهې نومې ډلې د وسلوالو بريدونه ډېر شوې دي. د امريکا د دغه دريځ مخالفين په دې باور دي چې د طالب ضد وسلوالو له ماناوال ملاتړه ډډه کول افغانستان کې د القاعدې د څار او مهارولو په برخه کې د امريکا د پوځ وړتيا محدودوي.

د امريکا د مرکزي قومندانۍ پخواني مشر جنرال فرېنک مېکنزي تېرکال پر کابل د طالبانو له ولکې وروسته دا منلې وه چې افغانستان کې د امريکا د څار وړتيا يو يا دوه سلنې ته ټيټه شوې. خو د امريکا د بهرنيو چارو وزارت افغانستان خاوره کې د طالبانو پر وړاندې د تاوتريخجن مخالفت د نه ملاتړ دريځ په پلوۍ کې وايي “غواړي له سوله ييزو لارو د يوه ټيکاومن او پاتېدوني سياسي حل شاهد اوسي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button