د چین استازی: نور هېوادونه دې هم افغانستان سره تعامل پیل کړي
افغانستان کولای شي له نړۍ سره اړیکې جوړې کړي
د افغانستان لپاره د چین ځانګړی استازی یوشیاویانګ له نورو هیوادونو غوښتي، چې د طالبانو له حکومت سره تعامل ته ورګډ شي.تر څو افغانستان وکولی شي چې نړی سره اړیکې پیدا کړي
په افغانستان کې د نجونو زده کړه
ښاغلي یو وویل هغه هېوادونه، چې په افغانستان کې دښځو پر حقونو او نجونو پر زده کړو ټينګار کوي باید پوه شي ،چې دغو موخو ته رسېدل له اقتصادي بیارغونې پرته ناشوني دي.هغه همدارنګه ټینګار کړی چې دغو موخوته د رسېدو لپاره باید له طالبانو سره د دوی د چلند له مخې سلا او مرسته وشي. ښاغلي یو ځينې هېوادونه تورن کړي، چې په خبره یې په افغانستان کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه دوه ګونی چلند کوي
ور یی ولوله | د پوهنې وزیر: د نجونو ښوونځي د کلتوري لاملونو له امله تړلي پاتې دي
ور یی ولوله | د نړیوال امنیت په اړه غونډه : د افغانستان امنیت مهم وبلل شو
د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي ویلي، د طالبانو تر واک لاندې اداره پیاوړې کېږي، خو ننګونې لا هم پر ځای دي. د نوموړي دا وینا چې په کابل کې یې کوله، د چین دولتي ټلویزیون خپروله. ښاغلي یو ټینګار وکړ چې هېواد یې د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا او د خلکو دود – دستور ته درناوی کوي.
نوموړي زیاته کړه، چین په افغانستان کې د خپل اغېز د ساحې پراختیا په فکر کې نه دی. هغه وویل: ”موږ له دې سرپرست حکومت سره تعامل ساتلی دی. دا حکومت هڅوو او ملاتړ یې کوو، چې ټولګډون جوړښت غښتلی کړی، د حکومتولۍ نرمه او ژوره لاره خپله کړي او له ترهګرۍ سره پرېکنده مبارزه عملي کړي.