نړیوال خبرونه

د کندهارغونډه پای ته ورسېده دويي پرکړه لیک کې ویلي اسلامي امارت دې د مشروع نظام په توګه وپېژندل شي

د کندهار له قومي غونډې وروسته ګډونوالو په یوه پرېکړه‌لیک کې له نړۍ وغوښتل چې اسلامي امارت د یوه مشروع نظام په توګه په رسمیت وپېژني.

په کابل کې د امریکا هوايي برید

د دې غونډې په شپاړس ماده‌ييز پرېکړه‌ليک کې په کابل کې د امريکا د هوايي بريد په اړه راغلي، هغه ګاونډي هېوادونه په‌دې جنایت کې شریک دي چې امريکايي بې‌پيلوټه الوتکې ته يې په خپله فضا کې د فعاليت اجازه ورکړې او دا کار به د دوى لپاره ناوړه پايلې ولري.

د دې پرېکړه‌لیک په نهمه ماده کې راغلي: «د دغه هېواد واکمن باید پوه شي چې د افغانستان پر سر معامله کول او په خپله فضا او ځمکه کې د افغانستان دښمنانو ته اجازه ورکول او همداراز د افغانستان خلاف فعالیتونو ته اجازه ورکول په یقین سره چې ناوړه پایلې به ولري.»

د قومي مشرانو او دیني عالمانو په ناسته کې پرون )پنج‌شنبه( په کندهار کې تر سره شوه چې د اسلامي امارت د مشر او چارواکو په ګډون له ۳ زره ډېرو کسانو په‌کې ګډون کړی وو

ور یی ولوله | نن د افغانستان د خپلواکی ۱۰۳ کلیزه ده

ور یی ولوله | چین غواړي په افغانستان کې له طالبانو حکومت سره اړیکې پراخې کړي

نړیواله ټولنه دې اسلامي امارت په رسمیت وپیژني

د پوهنتون استاد نجیب الله جامع وايي: «دا نه یوازې له نړیوالو اصولو سره جوړ او برابر ګام دی؛ بلکې دا د افغان ولس هغه غږ او غبرګون دی چې تل یې پر حکومت غړ کړی دی چې باید د سیمې د هېوادونو مضرو اقداماتو پر وړاندې ودرېږي. د دې پرېکړه‌لیک په اتمه ماده کې راغلي، له نړیوالې ټولنې غوښتنه کوي چې اسلامي امارت د مشروع نظام په توګه په رسمیت وپېژني او له اسلامي امارت سره مثبت تعامل ولري

په کندهار کې د دیني عالمانو غونډې د پرېکړه لیک یوه برخه کې راغلي: «غږ کوو چې اسلامي امارت د یوه مشروع نظام په توګه په رسمیت وپېژني، له اسلامي امارت سره مثبت تعامل ولري، ټول محدودیتونه یې چې لګولي هغه لیرې کړي او د اقتصادي پرمختګ او ابادۍ په برخو کې له افغان ولس سره همکاري وکړي

د نړیوالو اړیکو کارپوه واحد فقیري وايي:د افغانستان ټولو استازیو ګډون نه‌درلود، ان یوازې ښځې هم په‌دې کې ګډون نه‌درلود

د دې پرېکړه لیک په ۱۴مه ماده کې له امارته غوښتل شوي چې د عدالت، دیني او عصري زده‌کړو په برخو کې ښځو، لږکیو، ماشومانو او ټولو خلکو ته پاملرنه وکړي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button