نړیوال خبرونه

نن د افغانستان د خپلواکی ۱۰۳ کلیزه ده

د افغانستان د خپلواکۍ د اعلان ورځ

نن د زمري ۲۸ مه د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخیستو د اعلان ورځ ده. له نن څخه پوره ۱۰۳ کاله وړاندې پر همدې ورځ د خپلواکۍ د بېرته اخیستو اعلان نه یوازې افغانانو ته ډېر ارزښت درلود، بلکې د اسیا ځینو هېوادونو ته هم الهام بخښونکی و.

سږ کال افغانان داسې مهال دغه ورځ لمانځي، چې پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ پوره یو کال پوره شو. داچې طالبان به د خپلواکۍ ورځ څنګه لمانځي جزییات یې نه دي څرګند، خو د خپلې تېرې واکمنۍ پر مهال یې له پوځي پریډ سره لمانځله دننه په افغانستان او له هغه بهر د خواله رسنیو ګڼو افغان کارونکو د خپلواکۍ د ورځې مبارکۍ ورکړې او ځینو یې په دې اړه خپلو پوستونو سره د افغانستان درې رنګه ملي بیرغ هم پورته کړی. په همدې مناسبت دا لیکنه چې لومړی ځل د ۲۰۱۸ کال په اګست کې له بي بي سي خپره شوې، یو ځل بیا خپرېږي.

د ۱۲۹۸ کال د زمري ۲۸مه، د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخیستو د اعلان ورځ ده. له نن څخه پوره ۱۰۱ کاله وړاندې پر همدې ورځ د خپلواکۍ د بېرته اخیستو اعلان نه یوازې افغانانو ته ډېر ارزښت درلود بلکې د اسیا ځینو هېوادونو ته هم الهام بخښونکی و.

ور یی ولوله | چین غواړي په افغانستان کې له طالبانو حکومت سره اړیکې پراخې کړي

ور یی ولوله | ملا هیبت الله : هیڅ ا ته په د نظام د ګډوډی اجازه ورنکړو

د آزادۍ غورځنګونو د پیل ټکی

دا اعلان د انګرېزانو په اسیايي مستعمرو کې د ازادۍ غوښتونکو حرکتونو لپاره یوه پیلامه وه. امان الله خان د امیر حبیب الله خان دویم زوی و. نوموړی یو زړور، د ښکېلاک ضد او ازادي غوښتونکی سرتېری و. له تاریخ او حماسي ادبیاتو سره یې ډېره مینه وه.

هغه د ۱۹۱۹ کال د فبرورۍ پر۲۰مه د خپل پلار امیر حبیب الله خان د وژل کېدو غم کې د خپل تره نصرالله خان د امارت له اعلانېدو سره مخالفت وښود او هوډ یې وکړ چې د خپل پلار غچ به اخلي او خپلواکي به بېرته ترلاسه کوي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button