ریس احمدزي د شعیب اختر په اړه څه ویلي دي؟
د ملي لوبډلې مرستیال روزونکي ریس احمدزي د پاکستاني لوبغاړي شعیب اختر څرګندونو ته توند غبرګون وښوده، وایي له تاسو ګیله نه ده پکار، تاسو خو د شهرت لپاره هره نخره کوئ.
ریس احمدزي له طلوع نیوز سره په خبرو کې د شعیب اختر پیغور امیزه څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، هغه څوک موږ ته پیغور راکوي، چې په هند کې ناست وي او خپلو مشرانو پسې خبرې کوي او دا د خپل شهرت لپاره کوي. هغه د شعیب اختر هغه ادعا ته، چې افغان لوبغاړي پاکستان کې روزل شوي، وایي موږ په مهاجرت کې په خپلو خړو کوڅو کې کرکټ زده کړی، اسلام اباد ته نه یو درغلي او که اوسمهال موږ پاکستاني روزونکي لرو، نو ډالرې ورکوو
نور یی ولوله | د اسیا جام: سری لنکا پاکستان ته ماتې ورکړه
نور یی ولوله | سری لنکا څرنګه پاکستان ته ماتې ورکړه
د شعیب اختر توندې څرګندونې
نوموړی پاکستاني لوبغاړي ته پیغور ورکوي او وایي که دومره تکړه یاست نو خپل نولس کلن مو تکړه کړئ، موږ ترې څو ځله لوبې وګټلې او که بیاهم وایئ نو د خپل نږدي ګاونډي چین لوبغاړي وروزئ هفه وویل چې چین غواړي چې کرکټ وکړي خو نه ېې شي کولی..
ریس احمدزی وایي، دا د هر چا خپل استعداد او وړتیا وي چې ښکاره کوي یې، یوازې په روزنه څوک نه تکړه کېږي او نه لوبه ګټلی شي. نوموړی ویلی موږ په پاکستان کې اسلام اباد کې نه یو روزل شوي هلته مونږ په کوڅو او کمپونوکې را لوي وي یو او مونږ ته هیڅ بیرونه بګ اجازه نه راکړل کېده