نړیوال خبرونه

سری لنکا څرنګه پاکستان ته ماتې ورکړه

د سریلانکا کرکټ ټیم

سریلانکا کرکټ لوبډلې له یوې غوره توپ اچونې وروسته عالي توپوهنه هم ترسره کړه او د پاتوم نېسانکا د ښکلې پنځوسیزې پرمټ یې د پاکستانۍ لوبډلې کار وکړ او بریا یې خپله کړه.

دا لوبه چې د اسیا جام سوپر فور راونډ وروستۍ لوبه وه، د دوبۍ نړیوال کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه. د دې لوبې په پیل کې داسون شانکا پچه وګټله او پاکستانۍ لوبډله یې توپ وهنې ته راوبلله پاکستان کرکټ لوبډلې په ۱۹.۱ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۲۱ منډې وکړې، چې بابر اعظم ۳۰، محمد رضوان ۱۴ او محمد نواز ۲۶ زیاتې منډې وکړې.

د سریلانکا له خوا ونېندو هسرنګا غوره توپ اچونه ترسره کړه، هغه درې لوبغاړي وسوځول. دغه راز مهیش ټیکشانا او پرامود مدوشان دوه-دوه، دننجایا ډي سلوا او چمیکا کرونارتني یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

نور یی ولوله | محمد نبي د هند سره د لوبې په اړه څه ویلي؟

نور یی ولوله | اسیا جام او د افغان لوبغاړو کارکردګي

سریلانکا یاد هدف پوره کړ

سریلانکا د ۱۲۲ منډو هدف په ۱۷ اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او د پاکستان لوبډلې غرور یې مات کړ، چې ښایي په پایلوبه کې یې هم پښې ولړزیږي.

د دوی لخوا پاتوم نېسانکا ۵۵ ناسوځېدلې، بنوکا راجاپکسا ۲۴ او داسون شانکا ۲۱ زیاتې منډې وکړې. پاکستان ته حارث رووف او محمد حسنین دوه-دوه او عثمان قادر یوه ویکټ ترلاسه کړه

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button