متقي: نړۍ دې له ا.ا سره مثبت تعامل پيل کړي
په غونډه کې له اسلامي امارت سره مثبتې خبرې وشوې
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي د سې شبنې په ورځ په یوې غونډه کې له اسلامي امارت سره د نړۍ د مثبت تعامل غوښتونکی شو.
ښاغلي متقي د استخباراتو د عمومي ریاست د نوي یونېفورم د وېش په غونډه کې د وینا پر مهال وايي چې د سرپرست حکومت کمزوري کول د نړۍ په زیان دی. ښاغلي متقي زیاته کړه:«دینا باید مثبت تعامل ته راوړاندې شي، د افغانستان د حکومت کمزوري د ټولو په زیان ده، بیا ولې خپل ځان ته زیان اړوي.
بهرني سیاستوال افغانستان ته راستانه شي
امیرخان متقي بهر ته له تللو سیاستوالو غواړي چې افغانستان ته راستانه شي او له واکمن نظامه ملاتړ وکړي. د اسلامي امارت ځينو نورو چارواکو چې د استخباراتو د عمومي ریاست پرځواکونو د یونېفورم د وېش په غونډه کې یې ګډون کړی و، یونېفورم، په ثبات، نظم، او د نظام په یووالي او پیستون کې مهم بولي.
نور یی ولوله | پولیسو کې د ښځینو پولیسو ګمارنه
نور یی ولوله | امریکا : مونږ نه غواړو چې افغانستان دې د ترهګرو په کور بدل شي
د بهرنیو چارو وزارت اداري مرستیال
د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي وايي:«هغه مجاهدین چې په دفاع وزارت کې دي، کورنیو چارو وزارت کې دي، په استخباراتو کې دي او یا په نورو ارګانونو کې کار کوي د پنځه ګونو حواسو حیثیت لري.»
د استخباراتو عمومي رییس عبدالحق وثیق هم څرګندوي:«د اسلامي امارت د زعامت له خوا وړاندې کېږي، کوم فرامین چې د اسلامي امارت له خوا صادر شوي دي په هغو کې باید جداً کوتايي ونه کړو. دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت له بیاراتګ وروسته، دا لومړی ځل دی، چې د استخباراتو پر ځواکونو مشخص یونېفورم وېشل کېږي