لوبې

عبدالرزاق د پاکستانۍ لوبډلې په انتخاب نېوکې وکړې

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی الراونډر عبدالرزاق وايي چې په ټیسټ لوبو کې باید لږ تر لږه پنځه توپ وهونکي لوبېږي او زموږ لوبډلې د ماتې لامل هم دغه و چې توپوهونکي کم وو.

عبدالرزاق: 

عبدالرزاق د انګلستان پر وړاندې د دویمې ټیسټ لوبې له بایللو وروسته وویل چې دا ټیسټ لوبه د ابرار احمد له امله دې ځای ته ورسېده، که ابرار نه وای نو ښایي زموږ لوبډله تر دې هم کمزورې وه. هغه وویل چې په کومه ټیسټ لوبه کې چې د انګلستان کرکټ لوبډله دوه تیز توپ اچونکي لوبوي، موږ په هغې لوبه کې درې تیز توپ اچونکي لوبوو؛ خو باید لوبډله ته وګورو او هماغسې انتخاب کړو

نور یی ولوله | له افغانستان سره د مرستې او تعامل د دوام لپاره د اوسلو ژمنه

نور یی ولوله | ټام ویست د افغانستان کې د بشري حقونو د رعایت پر اهمیت د ټينګار وکړ

پاکستانۍ لوبډله: 

هغه د پاکستانۍ لوبډلې د انتخاب په اړه هم نېوکې وکړې او په سلیکشن کمېټه یې اعتراض وکړ، چې له بده مرغه موږ هغو لوبغاړو ته په لوبه کې چانس ور نه کړ چې د لوبولو وړ وو.هغه وویل چې همدغه وخت چې باید وړ کسان ېې په لوبه کې لوبولي وی. .

د یادولو وړ ده چې انګلستان په دويمه ټيسټ لوبه کې پاکستان ته په ۲۶ منډو د ماتې ورکولو سره لوبلړۍ وګټله او په دې لوبلړۍ ۲-۰ مخکښه ده، په دې لوبه کې انګلستاني هیري بروک سلیزه جوړه کړې وه، چې د لوبې غوره لوبغاړی شو

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button