نړیوال خبرونه

له افغانستان سره د مرستې او تعامل د دوام لپاره د اوسلو ژمنه

د ناروې د بهرنیو چارو وزیره وایي

د ناروې د بهرنیو چارو وزیره وایي، چې اوسلو به له افغان وګړو سره خپلو مرستو او له سرپرست حکومت سره خپل تعامل ته دوام ورکړي.

د ناورې د بهرنیو چارو وزیرې اناکین هویټفیک چې په اوسلو کې یې د نوبل جایزې په غونډه کې خبرې کولې، وویل، چې اسلامي امارت پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی؛ خو له خبرو اترو پرته بله لار نشته. 

مېرمن هويټفیک زیاتوي:«د خبرو اترو لپاره هېڅ بدیل انتخاب نشته، موږ اړتیا لرو، چې له هغوی سره چې په واک کې دي، خبرې وکړو او د افغانستان له خلکو سره مرسته وکړو او د هېواد په ټولو برخو کې مرستندویو کارکوونکو ته د لاسرسي زمینه برابره کړو، د لاسرسي نشتوالی د ژوند ژغورونکو مرستو د نشتوالي په مانا دی. 

په دې غونډه کې د کډوالو په چارو کې

په دې غونډه کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر وایي، چې شپږ نیم مېلیونه افغانان، د پناه غوښتونکو، کډوالو او یا هم کورنیو بې ځایه شویو په توګه ثبت شوي دي. د ملګرو ملتونو دغه بنسټ هم له اسلامي امارت سره پر تعامل ټينګار کوي. ورته مهال د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان عالي کمېشنري وايي چې شپږنیم مېلیونه افغانان د کډوال، پناه غوښتونکي او یا هم کورنیو بې ځایه شویو په توګه ثبت شوي دي.

نور یی ولوله | ټام ویست د افغانستان کې د بشري حقونو د رعایت پر اهمیت د ټينګار وکړ

نور یی ولوله | د کابل اوسېدونکي د پاسپورټ د وېش د بیا پیل غوښتنه کوي

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشر  فلیپو ګرندي وايي:«زما په څېر کسانو ته د طالبانو وروستۍ پرېکړې چې تر ډېره یې د ښځو او نجونو حقونه محدود کړې دي، د ناخوښې وړ دي. خو سره له دې موږ له تعامل پرته بله چاره نه لرو، ځکه د تعامل نشتوالی به د لا ناخواښۍ وړ پایلې ولري. د اسلامي امارت ویاند د ناروې د بهرنیو چارو د وزیرې او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ له دغه دریځه هرکلی کوي او تعامل د ستونزو د حل کولو لپاره یوازینۍ لار ګڼي

د اسلامي امارت ویاند ذبيح الله مجاهد

د اسلامي امارت ویاند ذبيح الله مجاهد څرګندوي:«دا دريځ چې د افغانستان له اسلامي امارت سره د تعامل لار خپلوي دا ښه او د ستاينې وړ دريځ دی. کوم پرمختګ چې د اړيکو په دوام باندې کېږي، هغه په بله لار نه شي کېدلای. نو دا يو ښه حالت دی. اسلامي امارت هم هڅه کوي، چې هغه اندېښنې تر حده رفع کړي، چې نړۍواله ټولنه يې لري د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ډاډ ورکوي، چې د نړۍوالې ټولنې اندېښنې به لرې شي. 

د سیاسي چارو شنوونکی رمضان بشر دوست وايي:«هغوی د تعامل په کیسه کې نه دي، هغوی په دې کیسه کې دي، چې طالبان څنګه د دوی ګټي خوندي کوي. په هره اندازه چې د هغوی ګټې خوندي شي، د دوی چلن ښه کېږي

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button