ژوندسفر خبرونه

د افغانستان په بامیانو کې د لیدنې وړ سیمې: د بامیانو مجسمې

په باميانو کې بند امير او د باميانو بوتان نړيوالو ته د ليدلو وړ ځايونه دي

د مرکزي افغانستان يوه غره ته څېرمه سيمه باميان نومېږي چي (بام) رڼا او (يان) د ځای مانا لري چي د (سپېڅلي ځای) مانا ورکوي.

د باميانو د بوتانو په اړه په يوه تاريخي کتاب کې راغلي:

پر افغانستان د هند د موريا کورنۍ تر واکمن کېدو او خصوصاً د آشوکا تر پاچا کېدو وروسته بودايي دين افغانستان ته هم راغی او دوه زره او دوه نيم سوله کاله وړاندې دلته د بودايي معبدونو، ديرونو، ستوپو او مجسمو د جوړېدلو کار پيل شو، دې دين افغانستان ته د اسلام د سپيڅلي دين د راتلو تر وخته دوام وکړ.

په افغانستان کې د بودايي دين د خورېدو په ټوله حوزه کې په زرګونو بودايي ستوپې، ديرونه او مجسمې جوړ شول چې لوی لوی مرکزونه يې په صوابۍ، مردان، هډه، کاپيسا، بګرام، غزنی، کندهار او نورو ځايونو کې وو او خصوصاً د بودا دوې لويې مجسمې چې په ټوله نړۍ کې تراوسه تر ټولو لويې مجسمې وې او د نړۍ له ګوټ ګوټ نه د بودايي زايران ورته راتلل او د هغو په څنګ کې به يې خپل مذهبي مراسم ترسره کول.

دا مجسمې چې يوه يې ۳۵ او بله يې ۵۸ متره وې، د نړۍ له عجايبو څخه شمېرل کېدې، (۳۵) متريزه مجسمه يې د درېیمې ميلادي پېړۍ په اوږدو کې يعنې تر نن نه اتلس سوه کاله وړاندې او (۵۳) متريزه مجسمه يې بيا شپاړس سوه کاله مخکې جوړه شوې وه چې  شمامه او صلصال نومېږي چي يو وخت يې پېرويانو ترې د خطبې په څېر مقدس توري اورېدل. د اسلامي دورې تر راتلو وروسته يې مذهبي او عبادي ارزښت نه درلود او يوازې د تاريخي او هنري ارزښت د ليدو لپاره يې سياحان ورته راتلل.

نور ولولئ: د بامیان ولایت په اړه په زړه پورې شیان

نور ولولئ: بامیانو ته په تېر یو کال کې څومره سیلانیان راغلي؟

له نن څخه۱۸۰۰ كاله د مخه باميانو کي دوه بوتان د بودايي دين پلويانو وتوږل چي دوی به لكه مسلمانان چي حج ته ځي، دغسي د دغه بتانو د زيارت لپاره راتلل. کله چي د کوشاني سلسلې امپراتور کنشکا بودايي مذهب ومانه، نو په اوله ميلادي پېړۍ کي په افغانستان کي ګريک بوديک تمدن را شين او پر لرغونی ټولنه يې هر اړ خيز تاثيرات وښندل، د نوموړي مدنيت اثرات په افغانستان کي محدود پاته نه سول بلکي د جاپان، کوريا او چين څخه بيا تر اوسني ايران او سيستان، سريلانکا او هند څخه بيا تر سير دريا او تاجکستان پوري ټولي سيمي تر خپلي اغيزي لاندي راوستلې، د نړۍ له بيلا بيلو سيمو څخه به د مذهبي مراسمو د پر ځای کولو په نيت زيات شمير راهبان، زايرين او سيلانيان په افغانستان کي د ودانو سوو بودايې زيارتونو او عبادت ځايونو په ځانگړي ډول د باميان لرغوني او د بودايي پير سپېڅلي ځای ته د ليدو کتو په نيت سفرونه کول.

د بامیانو بتان شمامه او صلصال نومېږي چي يو وخت يې پېرويانو ترې د خطبې په څېر مقدس توري اورېدل

په ۷۰۰ع کال حجاج بن يوسف (د عراق والي) پر دې مجسمو لومړی يرغل وکړ او د نورو خرابيو تر څنګ يې ګڼې خزانې، لکه زر، غمي او نور چور کړل وروسته بيا يعقوب بن ليث صفاري په سلګونو قچرو بار طلا د بودا له وجوده یووړه.

ور پسې چنګيز د دې مجسمو ساتونکي دېوالونه ړنګ کړل، له هغه وروسته مغل پاچا اورنګزېب د مجسمې مخ وران کړ وروسته د امیر دوست محمدخان مېرمني ددې مجسمو له منځه نارینه هغه ځکه په توپ وويشت چي د عورت برخې یې معلومېدلې.

د شوروي د يرغل او وروسته کورنيو جګړو دا سيمي په کنډواله بدلې کړي او طالب دولت په ۲۰۰۱ ع کال کي د ۵۰ زرو کيلو بارووتو په زور دا مجسمې په پراخه کچه له منځه يوړلې او اوس ئې په ميليونونه ټوټې په شاوخوا سيمو کي پرتې او خلګ يې په پراخه کچه قاچاقولای شي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button