افغان تنکیو ځوانانو لوبډلې له سریلانکا د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ وګټله
د افغانستان نولس کلنې کم عمره لوبډلې د فریدون او کامران هوتک د غوره توپ اچونې او نعمان شاه د بهترینې توپوهنې پر مټ دا لوبه ګټلې
افغان لوبډلې د سریلانکا نولس کلنې کم عمره لوبډلې ته د ۶ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه او د دوه یو ورځنیو سیالیو دغه لوبلړۍ ۰-۲ د افغانستان په ګته پای ته ورسوله.
د افغانستان او سریلانکا تر ۱۹کلنو د کم عمر لرونکو ملي لوبډلو تر منځ د دوو یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ دویمې سیالۍ پچه افغان لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.
سریلانکا لوبډلې د لوبې په ۳۷م اور کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او د ۱۶۲ منډو هدف یې وټاکه. د دوی لپاره ویهاس تیومیکا ۳۳ او دویندو راناتونګا ۲۸ منډې ترسره کړې. د افغان ستورو په توپ اچونه کې فریدون داودزي او کامران هوتک هر یوه ۳، یما عرب ۲، خلیل احمد او محمد هارون خان هر یوه یو-یو لوبغاړی د لوبې له ډګره بهر کړ.
د سریلانکا لخوا ټاکل شوی هدف افغان ستورو د لوبې په ۳۳م اور کې یوازې د ۴ لوبغاړو په زیان ترلاسه کړی او د ۶ ویکټو په توپیر یې بریا خپله کړه. د افغانستان په ګټه نعمان شاه ۷۲ ناسوځېدلې، علي احمد ناصر ۲۵ ناسوځېدلې، جمشېد ځدراڼ ۲۲ او حزب الله دراني ۱۹ منډې ترسره کړې. د سریلانکا په ګټه ویشوا لاهیرو، ویهاس تیومیکا، تیراکا راناتونګا او دینورا کلوپهانا هر یوه ۱-۱ ویکټ په خپل نوم کړم.
نعمان شاه په ۷۲ ناسوځېدلو منډو د لوبې او ټولټال په ۱۳۶ منډو جوړولو د لوبلړۍ د غوره لوبغاړي جایزې واخیستې
همدا راز خلیل احمد په ۶ ویکټو ترلاسه کولو د لوبلړۍ غوره توپ اچوونکي ونومول شو.
د افغانستان او سریلانکا تر ۱۹کلنو د کم عمر لرونکو په یاده لوبلړۍ سره چې ۲-۰ د افغانستان په ګټه پای ته ورسېده چې ورسره په متحده عربي اماراتو کې د افغان لوبډلې سفر هم پای ته ورسېده.
د یادونې وړ ده چې د متحده عربي اماراتو ابوظبي ته په یاد سفر کې افغان ۱۹ کلنو دریو لوبلړیو کې برخه واخیسته چې لومړی یې له بنګله دېش لوبډلې سره د دوو یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ ترسره کړه او ۱-۱ برابره پای ته ورسېده.
نور ولولئ: د کرکټ درې اړخیزه لوبلړۍ؛ د افغان تنکیو ځوانانو لوبډله پایلوبې ته ووته
ورپسې افغانستان، سریلانکا او بنګله دېش په خپل منځ کې درې اړخیزه لوبلړۍ ترسره کړه چې اتلولي یې بنګله دېش په خپل نوم کړه خو وروستۍ د دوه سیالیو لوبلړۍ د افغانستان او سریلانکا ترمنځ ترسره شوه، چې افغان لوبډلې ۲-۰ وګټله.