Customize Consent Preferences

We use cookies to help you navigate efficiently and perform certain functions. You will find detailed information about all cookies under each consent category below.

The cookies that are categorized as "Necessary" are stored on your browser as they are essential for enabling the basic functionalities of the site. ... 

Always Active

Necessary cookies are required to enable the basic features of this site, such as providing secure log-in or adjusting your consent preferences. These cookies do not store any personally identifiable data.

No cookies to display.

Functional cookies help perform certain functionalities like sharing the content of the website on social media platforms, collecting feedback, and other third-party features.

No cookies to display.

Analytical cookies are used to understand how visitors interact with the website. These cookies help provide information on metrics such as the number of visitors, bounce rate, traffic source, etc.

No cookies to display.

Performance cookies are used to understand and analyze the key performance indexes of the website which helps in delivering a better user experience for the visitors.

No cookies to display.

Advertisement cookies are used to provide visitors with customized advertisements based on the pages you visited previously and to analyze the effectiveness of the ad campaigns.

No cookies to display.

Uncategorized

مجاهد: په افغانستان کې د داعش بریدونو یو نیم سلنه امنیت ګواښلی

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد داعش په افغانستان کې یوه ځپل شوې ډله بولي خو وايي چې د دغه ډلې بریدونه په یاد هیواد کې یو نیم سلنه امنیتي ستونزې دي

هغه د طالبانو حکومت تر کنټرول لاندې د افغانستان ملي تلویزیون سره مرکه کې ټینګار کړی چې داعش ډله په افغانستان کې فزیکي حضور نه لري او نسبت تیرو کلونو ته چې داعش ډله په څو ولایتونو کې فعاله وه اوس مهال د سیمې هیڅ یوه برخه تر خپل کنټرول لاندې نه لري.

مجاهد وویل: “په پټه او په ډېر مهارت سره زیات کوښښ کوي چې د خلکو له ګڼې ګوڼې یا ښارونو څخه ناوړه استفاده وکړي کله چاودنې کوي، ځینې وختونه چاودنې یې هغه تجربه چې موږ یې لرو او د افغانستان خلکو ولیدلې، دغه (بریدونه) نژدې یو یا ۱.۵ سلنه امنیتي مشکل دی.”

د طالبانو د حکومت ویاند ادعا وکړه چې د دوی سرتېرو د داعش د مهارولو زیات کوښښ کړی، څنګه چې هر ځای برید شوی دی، د داعش ډلې د غړو پر ضد عملیات تر سره شوي دي او د درې ورځو په جریان کې د هغوی بنیاد له منځه وړل شوی دی.

هغه د داعش ډلې پر ضد د طالبانو جدیت ته په اشارې وویل:”د دې باوجود چې دومره جدیت شتون لري، بیا هم ځیني هیوادونه د هغوی د فعالیت تورونه لګوي او یا وايي چې داعش فعال شوی دی او شپږ میاشتې وروسته ګواښل کیږي، دا د تبلیغاتو او پروپاګند یوه برخه ده چې موږ یې ردوو.”

پدې وروستیو کې د امریکا متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ مشر مایکل کوریلا دوې اوونۍ مخکې ویلي وو چې داعش ډله به تر شپږو میاشتو له افغانستان څخه بهر د امریکا متحده ایالاتو پر ګټو او نورو لوېدیځو هیوادونو د برید توان پیدا کړي

جنرال کوریلا زیاته کړې وه چې داعش ډله د افغانستان له پلو څخه د خپلو جنګیالیو ایستلو ته نژدې شوې ده چې په خبره یې په اروپا او اسیا کې به د امریکا او لوېدیځو هیوادونو ګټې هدف وګرځوي.

د امریکا متحده ایالاتو د استخباراتو رئیس جنرال اسکات، د داعش خراسان څانګې د توانايي په اړه کانګرس ته د مالوماتو ورکولو پرمهال ویلي وو چې دغه ډله وخت ته منتظره ده چې پر لوېدیځ برید وکړي.

پر همدې مهال د روسیې په مشرۍ د ډله ییز امنیت تړون یو ځل بیا د افغانستان له پولو څخه د ترهګرۍ د نفوذ د پراخېدو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې له افغانستان څخه د دغه سازمان غړو هیوادونو ته د تروریستي ډلو د نفوذ خطر شته.

د روسیې ټاس خبري آژانس د راپور له مخې د دغه سازمان منشي ایمانقلي تاسماګمبتوف د مارچ په ۳۱مه د دغه سازمان د لوړپوړو چارواکو په غونډه کې ویلي:”د ډله ییز امنیت تړون کې زموږ متحدو هیوادونو ته د افراطي افکارو او تروریستي ډلو د نفوذ خطر وجود لري.”

دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو حکومت تر حاکمیت وروسته د مرکزي آسیا یو شمېر هیوادونو د افغانستان د امنیتي وضعیت په ځانګړي ډول د داعش ډلې د احتمالي حضور په اړه اندېښنې ښودلې او په دې اړه یې غونډې کړي دي.

تر دې مخکې د روسیې په مشرۍ د ډله ییز امنیت (CSTO) د تړون د قواوو لوی درستیز اناتولي سیدوروف ویلي و چې د منځنۍ اسیا د ثبات لپاره تر ټولو لوی ګواښ هغه سخت دریځه ډلې دي چې په افغانستان کې یې پښه ټینګه کړې ده.

هغه ویلي وو چې د اسلامي دولت د ترهګرې ډلې ولایت خراسان – څانګې د غړو شمېر ۶۵۰۰ ته رسېدلی، چې تر ۴۰۰۰ پورې وسله وال یې د هغه په خبره د تاجیکستان د پولې په اوږدو کې په بدخشان، کندز او تخار ولایتونو کې ځای پر ځای شوي دي.

خو د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد دغه اندېښنو ته په ځواب کې وویل چې کېدای شي دغه هیوادونه خپله وغواړي د داعش لوی ښودلو ته کار وکړي:”هغوی غواړي چې داعش یوه لویه پدیده او ډېر لوی خطر وښيي او بیا د هغه له شتون څخه ناوړه استفاده وکړي، یا د افغانستان د خلکو په وړاندې او یا هم د نظام په وړاندې تبلیغاتي استفاده وکړي.”

له دې سره هم مهاله د طالبانو حکومت د استخباراتو ریاست ویلي چې د داعش ډلې یو فعال غړی یې د یو لړ پېچلو عملیاتو پرمهال نیولی دی چې د افغانستان په شمالي ولایتونو کې یې د داعش ډلې په نظارت کې فعال رول لاره

د طالبانو د استخباراتو په دغه اعلامیه کې راغلي چې دغه نیول شوي کس د بلخ لپاره د طالبانو پر والي محمد داود مزمل، تبیان فرهنګي مرکز، سه دوکانه جومات، د ملکي وګړو د عملې پر موټر او د سمنګان ولایت په مرکز ایبک کې په یوې دیني مدرسې کې په تر سره شوو چاودنو کې لاس لاره.

نور ولولئ: مجاهد:هېواد کې له اداري فساد سره د مبارزې کمېسیون د فعالېدو احتمال شته

طالبانو دغه کس عین الدین (محمد) د عبدالوکیل زوی معرفي کړی او ویلي یې دي چې د بامیان ولایت د سیغان ولسوالۍ اوسېدونکی دی.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button