د طالبانو سرپرست حکومت وايي تېر لمريز کال يې له ۱۹۴ ميليارده افغانيو ډېر عوايد راټول کړي
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د مالیې وزارت چارواکي وايي تېر ۱۴۰۱ لمریز کال کې یې له ۱۹۴ ميلیارده افغانیو ډېر عواید راټول کړي چې د وړم کال په پرتله ۳۷ سلنه زیاتوالی ښيي
تېر کال چې د طالبانو د واکمنۍ لومړی کال و، دوی څه کم ۱۴۲ ميلیارده افغانۍ عوايد ټول کړي وو.
د طالبانو حکومت د ماليې وزارت د عوایدو عملیاتي مرستیال معراج محمد معراج په کابل کې یوې خبرې غونډې ته د تېر کال د رپوټ وړاندې کولو پر مهال وويل: “په ۱۴۰۱ لمریز کال کې زموږ عوايد ۱۹۴.۴ ميليارده افغانۍ دي چې دا د تېر کال پرتله ۳۷ سلنه ډېروالی ښيي.”
د مالیې وزارت چارواکو د ۱۴۰۱ لمریز کال لپاره د بودیجې په اړه هم څرګندونې وکړې او ویې ویل د دې کال بودیجه لومړنۍ هغه وه چې له څو لسیزو وروسته په خپله د افغانانو لخوا جوړه شوې وه او په بشپړه توګه پر کورنیو عوایدو تکیه وه.
چارواکي وايي له نړیوالو بندیزونو سره د ۲۳۹ ملیاردو افغانیو بودیجې جوړول تقریبا ناشونې برېښېده.
په یاد وزارت کې د خزانو عمومي رییس نصرت الله محمود خبرې غونډې ته وويل:”توانېدلي وو چې ۲۳۹ ميليارده بودجه جوړه کړو چې له جملې يې ۲۱۰.۵ ميليارده عادي بودجه او ۲۸.۵ ميليارده پرمختيايي بودجه وه.”
نور ولولئ: د اماراتو او سعودي۱۴۰ ټنه تازه بشري مرسته؛ طالبان وايي پر اړمنو افغانانو به ووېشل شي
چارواکي وايي د ۱۴۰۱ لمریز کال بودیجه داسې حال کې جوړه شوه چې د نړیوالو لخوا د افغانستان د شتمنیو کنګل کېدو او پر بانکي راکړې ورکړې محدودیتونو دا بودیجه د لګښتونو او عوایدو له پلوه له لوی کسر سره مخامخ کړې وه. خو په وینا یې په لګښتونو کې د سپما د اصل په مراعتولو، د بې ځایه لګښتونو په مخنیوي او فساد سره د مبارزې په پایله کې په بودجه کې د ۴۳ اعشاره اوه ملیارده افغانیو د کسر مخنیوی وشو.
چارواکي وايي چې د افغانستان مالیاتي قوانین هم له خصوصي سکتور سره په مشوره اړوي چې نوی قانون يې د تصویب په حال کې دی او زر به عملي شي
د چارواکو وینا ده چې د مالیاتو په برخه کې ټول غیر شرعي موارد لکه سود او مالي جرمانې له مینځه تللي او د داخلي صنعت د ودې لپاره ډېرې اسانتیاوې رامنځ ته شوي چې ورسره د مالیاتو د ټولولو کړنلاره ښه شوې ده.
د مالیې وزارت چارواکي تېر ۱۴۰۱ لمریز کال په ټوله کې یو ښه کال بولي او وايي چې دې وزارت هره میاشت د اقتصادي پایې د څرخولو لپاره له اتو تر لسو میلیاردو افغانیو پورې مارکېټ ته پمپولې.