نړیوال خبرونه

افغانستان د ګاونډیو هیوادونو بهرنیو چارو وزیرانو غونډه؛ د طالبانو پلاوی ازبکستان ته تللی

د ازبکستان د سمرقند په ښار کې د روسيې او افغانستان د شپږو ګاونډیو هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو د غونډې د جوړیدو سره هممهاله د طالبانو د حکومت بهرنیو چارو وزارت د سرپرست امیرخان متقي په مشرۍ يو پلاوی ازبکستان ته تللی دی

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په غونډه کې د ازبکستان، چین، روسیې، ایران،پاکستان، تاجکستان او ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیران ګډون کوي.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د دغې غونډې د جوړیدو لپاره بشپړ چمتوالی نیول شوی او ټاکل شوې چې دا غونډه به نن د پنجشنبې په ورځ د سمرقند په ښار کې جوړه شي.

د دغه وزارت د مالوماتو پر اساس روسیه او د افغانستان د شپږو ګاونډیو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران به په دې غونډه کې د افغانستان په روان وضعیت خبرې وکړي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل ویلي چې د مولوي امیرخان متقي په مشرۍ د طالبانوحکومت یو پلاوی سمرقند ته رسیدلی دی او ټاکل شوې چې په دې غونډه کې به برخه واخلي.

د ښاغلي تکل د مالوماتو پر اساس ټاکل شوې چې د طالبانو د حکومت پلاوی به د دې غونډې په څنډو کې د یو شمیر هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو سره هم لیده کاته وکړي.

نور ولولئ: ازبکستان د افغانستان په اړه نړیوال کنفرانس جوړوي

د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګسټ په میاشت کې واک ته د طالبانو د رسیدلو وروسته د افغانستان ګاونډیو په ځانګړي ډول د منځنۍ اسیا هیوادونو په دغه هیواد کې د داعش د ډلې په ګډون د تروریستي ډلو د فعالیتونو په اړه اندیښنې ښودلې دي او په دې مسله یې د څو غونډو کوربتوب هم کړی دی.

په دې لړ کې روسیې د روان میلادي کال د فبرورۍ مياشتې په ۸مه د افغانستان د حالاتو د ارزولو لپاره د چین، هند، ایران، تاجکستان، قزاقستان، قرغیزستان، پاکستان او ازبکستان د هیوادونو د ملي امنیت د سلاکارونو د یوې غونډې کوربتوب کړی و.

د ازبکستان د سمرقند په ښار کې د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو د غونډې سره هممهاله د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت شورا په یو لیک کې ددې غونډې له ګډونوالو غوښتي، چې پر طالبانو باندې خپل فشار زیات کړي

دغه شورا چې د طالبانو مخالف لوړ پوړې مشران په کې برخه لري او اوس مهال له افغانستان څخه بهر اوسیږي همداشان ویلي چې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته افغانستان د سخت دریځو په خوندي پناه ځای بدل شوی اودا سخت دریځه ډلې د سیمې هیوادونه ګواښي.

په دې لیک کې ویل شوي: ” اوس مهال د طالبانو ډله د زرګونو سیمه ییزو او نړیوالو سخت دریځو کوربتوب کوي او ددغو ډلو هر یوه یې د راتلوونکي نړیوال جهاد او په ګاونډیو هیوادونو او نړۍ کې د اسلامي خلافت د پلي کیدو په مفکوره تربیه او تجهیز کیږي.”

د بهرنیو چارو پخواني وزیر محمد حنیف اتمر هم د سمرقند غونډې ته په یو پرانیستي لیک کې په افغانستان کې د طالبانو له خوا په سیستماتیک ډول د بشري حقونو او د خلکو د اساسي حقونو څخه سرغړونو باندې انتقاد کړی او په دغه هیواد کې د بشري او سیاسي بحران د پیښیدو خبرداری ورکړی دی.

ښاغلي اتمر ویلي:” پیچیلي او افغانستان اړوند بحرانونه به له دې زیات شدت واخلي. ښاغلي اتمر د یو تلپاتې سولې او سیاسي توافق له لارې  بین الافغاني خبرې د یو خپلواک او باثباته افغانستان د جوړیدو لپاره د حل د یوازینې لارې په توګه یادې کړي دی.

هغه د دغې غونډې له ګډونوالو غوښتي چې پر طالبانو باندې فشار زیات کړي ترڅو دغه ډله د خلکو غوښتني ومني او د دوحې د تړون د غوښتنو پر اساس خپلو ژمنو باندې عمل وکړي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button