ژوندنړۍ خبرونه

جاپان څرنګه د پرمختګ پړاوونه وهلي دي؟

زموږ ځینې هیوادوال په دې مغالطه ککړ دي چې جاپان او افغانستان په یوه ورځ ازادي اخیستې، خو داسې نه ده

په دې لیکنه کې پر همدې بنسټ د چاپان او افغانستان پرتلنه کوو او ګورو چې دواړو هیوادونو په معاصر دور کې څرنګه د پرمختګ په لور ګامونه اخیستي:

جاپان تر ۱۸۵۴م کال پورې يو منزوي هېواد و، په نوموړي کال د امريکې د سمندري ځواک يو افسر په جاپان کې د وخت حکومت مجبور کړ چې له دوی سره اړيکې وپالي، دې اړيکو تر ۱۸۶۸م پورې دوام وکړ، بالاخره په دې کال په‌جاپان کې انقلاب وشو او د ميجي په نامه يو کس د دې هېواد امپراتور شو، هغه له لويديځ سره د اړيکو څخه ډېره ګټه پورته کړه، په نظام کې يې اصلاحات راوستل او له عصري سيسټم سره برابر کړ، د ده په دور کې جاپانيانو له غربيانو څخه علوم او فنون زده کړل او دومره پرمختګ يې وکړ چې چاپان د نړۍ د سترو قدرتونو له ډلې شو. هغه وخت يې پر خپلو ګاونډيو؛ کوريا، چين او روسيه بريدونه وکړل او خاورې يې ترې لاندې کړې چې نوموړي هېوادونه يې د ځان دښمنان کړل.

نور ولولئ: جاپان له افغانستان سره د ماشومانو د ملاتړ لپاره ۳۰ میلیونه ډالره مرسته وکړه

نور ولولئ: جاپان تر سپوږمۍ او مریخ پورې بولیټ ټرېن (اورګاډی) جوړوي

جاپانيانو لويديځ تمدن ته اجازه ورکړه، خپل کلتور او دين يې ورسره وپېيل او د هېواد په ګټه يې مثبته استفاده ترې وکړه.

په معاصر دور کې د افغانستان د وخت پاچا غازي امان الله خان هم د هیواد د موډرن کیدو هڅه وکړه

زموږ په هېواد کې هم غازي امان الله خان غوښتل چې ورته اصلاحات راولي او افغانان له غربي علومو او فنونو څخه برخمن شي. خو څه د شاه امان الله غازي د کلتوري اصلاحاتو په نامه ځینې هڅې وې او څه هم د دين په نامه د وخت د غليم ناوړه استفاده وه چې د ولس ذهنيت يې د هغه پر مخالفت جوړ کړ، د عصري افغانستان د جوړېدلو مخنيوی يې وکړ او هېواد مو د کړکېچ او تياره دور په لور ولاړ.

غازي امان الله خان کولی شول چې له غربي علومو او فنونو سره افغاني کلتور او اسلامي دين وپېيي چې دې کار به ډېره مثبته پايله درلودلې وای او زموږ د بدمرغيو پيل به هماغه مهال په نطفه کې خنثی شوی وای. سيد جمال الدين افغان او د هغه همفکرو اسلامپالو هم ورته نظر درلود او غوښتل يې چې غربي تمدن د اسلام د مبارک دين له بنسټونو سره عيار او اسلامي هېوادونو ته وړاندې شي، چې دا کار هم ونشو.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button