Customize Consent Preferences

We use cookies to help you navigate efficiently and perform certain functions. You will find detailed information about all cookies under each consent category below.

The cookies that are categorized as "Necessary" are stored on your browser as they are essential for enabling the basic functionalities of the site. ... 

Always Active

Necessary cookies are required to enable the basic features of this site, such as providing secure log-in or adjusting your consent preferences. These cookies do not store any personally identifiable data.

No cookies to display.

Functional cookies help perform certain functionalities like sharing the content of the website on social media platforms, collecting feedback, and other third-party features.

No cookies to display.

Analytical cookies are used to understand how visitors interact with the website. These cookies help provide information on metrics such as the number of visitors, bounce rate, traffic source, etc.

No cookies to display.

Performance cookies are used to understand and analyze the key performance indexes of the website which helps in delivering a better user experience for the visitors.

No cookies to display.

Advertisement cookies are used to provide visitors with customized advertisements based on the pages you visited previously and to analyze the effectiveness of the ad campaigns.

No cookies to display.

نړۍ

د سوډان په تاوتریخوالي کې لسګونه کسان وژل شوي دي

په سوډان کې د مخالفو وسله واله تر منځ د جګړې په دوام د دغه هېواد په بېلابېلو برخو کې د سختو جګړو له امله  لسګونه کسان وژل شوي دي

د سوډان د پوځ او چټک غبرګون د ځواکونو (آر اېس اېف) ملېشې تر منځ جګړه ټوله شپه روانه وه او نن درېمې ورځې ته هم وغځېده.

سوډان کې شخړې وروسته له هغې پیل شوې چې د لنډ مهاله پوځي حکومته غیر نظامي حکومت ته د واک د سپارلو طرحه وړاندې شوه.

په شخړو کې تر اوسه له سلو ډېر کسان وژل شوي او د زرګونه نورو د ژوبلېدو رپوټونه خپاره شوي دي.

د عیني شاهدانو له خوا خپاره شوي خبرونه څرګندوي چې شخړو کې پوځ برلاسی دی.

پرون یکشنبه د اپرېل پر ۱۷مه دواړو غاړو لنډ مهالی اوربند اعلان کړ او په دغه موده کې یې خپل ټپیان لېږدول خو مالومه نه ده چې دا اوربند تر څه وخته د دواړو غاړو تر منځ عملي شوی.

د سوډان دوه لوړ پوړي چارواکي دغه هېواد کې د واک د ترلاسه کولو د یادې پیل شوې مبارزې مشران دي.

جنرال عبدالفتاح البرهان چې د وسله والو ځواکونو مشر او په حقیقت کې د هېواد ولسمشر دی او د نوموړي مرستیال جنرال محمد حمدان دقلو چې په حمیدتي مشهور او د آر اېس اېف قوماندان دی.

دغه دوه کسان د غیر نظامي حکومت په جوړېدو کې د نظر اختلاف لري.

له ۲۰۱۹ کال راهیسې چې د سوډان ولسمشر عمر البشیر د یوې پوځي کودتاه په ترڅ کې له واکه لېري شو دغه هېواد کې پوځي جنرالان واکمن دي.

شخړه کې د ښکېلو غاړو تر منځ د اختلاف یو تر ټولو مهم ټکی پر دغې مسلې دی چې د چټک غبرګون ځواک ۱۰۰ زره کسان په اردو کې شامل شي او دا چې څوک به د نوي ځواک مشري کوي.

وروستۍ نښتې د څو ورځني تاوتریخوالي وروسته وشوې ځکه چې د چټک غبرګون ځواکونه په ټول هېواد کې ځای پر ځای شول، پوځ دا ګام د یوه ګواښ په توګه یاد کړی.

تر اوسه نه ده څرګنده چې د تېرې شنبې پر ورځ لومړی چا ډزې پیل کړې خو وېره ده چې وضعیت لا نور پسې کړکېچن او خراب شي

د یکشنبې پر ورځ آر اېس اېف ادعا وکړه چې د هېواد په شمال کې یې پر هوايي ډګر او نورو ورته ځایونو کنټرول ترلاسه کړی خو لږ وروسته پوځ‌ ادعا وکړه چې هوايي ډګر یې بېرته ترې نیولی.

عیني شاهدانو رویټرز خبري اژانس ته ویلي، داسې ښکاري چې پوځ د آر اېس اېف پر اډو له هوايي بریدونو وروسته اوس پر ملېشو برلاسی شوی.

آر اېس له دې وړاندې هم ادعا کړې وه چې د سوډان د ځمکني ځواک مرکزي دفتر، د ولسمشرۍ ماڼۍ او د دفاع وزارت ځینې برخې یې په خپل کنټرول کې اخیستي.

پوځ پخوا د دې ډلې ورته ادعاوې رد کړې دي.

نور ولولئ: په کوڅو کې روژه ماتی، د سوډان د خلکو ځانګړی دود

سوډان کې د جګړې او تاوتریخوالي د پای ته رسولو لپاره نړیوالې غوښتنې په زیاتېدو دي.

عربي هېوادونو او امریکا د غیر نظامي حکومت جوړېدو لپاره د خبرو د بیا پیل غوښتنه کړې.

افریقايي ټولنې اعلان کړی چې د اوربند د خبرو لپاره به خپل یو جګپوړی ډیپلومات سوډان ته واستوي.

مصر او سویلي سوډان هم د سیالو پوځي ډلو تر منځ د منځګړیتوب وړاندیز کړی دی.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button