ژوند او ټولنه

په کوڅو کې روژه ماتی، د سوډان د خلکو ځانګړی دود

په سوډان کې مسلمانان د خپل هېواد له اقتصادي ستونزو سره -سره، د روژې مبارکه میاشت په ځانګړیو دودونو سره نمانځي چې په کوڅه کې روژه ماتی او له لارویو سره د خوړو شریکول د دې دودونو برخه ده

په پایتخت خرطوم او د هېواد په نورو برخو کې د روژه ماتې لپاره د سړکونو سینګارول او د ځانګړو خوړو چمتو کول عام دي. د الدیم د سیمې یو اوسېدونکی وايي چې دا دود دی چې نارینه په کوڅو کې روژه ماتی کوي.

د خرطوم اوسېدونکي وايي چې له دې رسم څخه یې موخه دا ده چې پر لاره تېرېدونکو هغو کسانو سره خواړه شریک شي چې د روژه ماتي لپاره خپلو کورونو ته ځانونه نشي رسولی. دوی وايي چې دا رسمونه د لسیزو راهیسې په سوډان کې نمانځل کیږي.

سوډان له کلونو کلونو راهیسې د اقتصادي ستونزو سره مخامخ دی

په ۲۰۲۱ کې له کودتا وروسته، د دې هیواد لپاره نړیوالې مالي مرستې کنګل شوې چې ملي بودیجه او نورې پرمختیایي پروژې یې اغیزمنې کړې.

د سیمې خلک وايي اقتصادي فشارپه کوڅو کې هم احساسیږي. دوی وايي چې د لومړنيو اساسي خوراکي توکو کمښت موجود دی، لکه د غنمو اوړه چې په سوډان او نوره عربي نړۍ کې د عامې ډوډۍ په تیارولو کې کاریږي او داسې نور خوراکي توکي چې د روژې په میاشت کې اړین دي.

نور ولوئ: په روژه کې د قرآن د تلاوت اجرونه؛ هغه کتاب چې په همدې میاشت کې نازل شوی

د حسین سید په نوم یو هټیوال وايي چې هېواد یې د ناڅرګند اقتصادي وضعیت سره مخامخ دی، خو زیاتوي: “د غوښې بیې ښې دي، خو د سبزیجاتو بیې نه. مونږ پرته له دې چې صبر وکړو او د سوډانې میلمه پالنې پر بنیاد یو بل سره مرسته وکړو بله چاره نه لرو.”

روژه د سوډانیانو لپاره یوه ځانګړې میاشت ده او هڅه کوي چې پدې میاشت کې خپل عبادتونه او دودونه وپالي.

په افغانستان کې هم دا ډول دودونه شته

په افغانستان کې هم دوه ورځې وړاندې د خوست ولایت ځینو ځوانانو ډله ییز روژه ماتی تيار کړی و چې ګڼشمېر خلکو پکې ګډون کړی و.

دغه پروګرام چې په خوست کې هر کال ترسره کيږي موخه يې د ځوانانو يووالی دی چې په نورو ولايتونو کې هم له پراخ هرکلي سره مخ کيږي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button