نړیوال خبرونه

افغانستان کې په ترافیکي پیښو کې ۲۲ تنه وژل شوي

د طالبانو د حکومت سیمه ییز چارواکي وايي چې د بلخ، کندهار او بادغیس په ولایتونو کې په دریو جلا ترافیکي پیښو کې لږ تر لږه ۲۲ تنه وژل شوي او ۳۶ تنه نور ټپیان شوي دي

د بلخ ولایت د پولیسو ویاند محمد اصف وزیري خبریالانو ته په یو استولي پیغام کې ویلي‌چې تیره ورځ یو هایلکس ډوله موټر د دغه ولایت د  نهرشاهي ولسوالۍ په مربوطاتو کې د سړک په غاړه چپه شوی چې له امله یې د دریو ښځو په ګډون یوولس تنه وژل شوي او نهه نور ټپیان شوي دي.

محمد اصف وزیري ویلي چې د دې پیښې ټپیان یې د مزارشریف ملکي روغتون ته انتقال کړي دي. خو ښاغلي وزیري د ځینو ټپیانو روغتیايي وضعیت د اندیښنې وړ بللی دی.

نور ولولئ: تخار: په ترافیکي پیښه کې ۱۳ کسان وژل شوي او ۵ نور ژوبل شوي

په عین حال کې د طالبانو د کندهار ولایتي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په مربوطاتو کې د یو مسافروړونکی ۴۰۴ بس موټر د چپه کېدو په پېښه کې شپږ تنه وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان شوي دي.

دا ترافیکي پیښه د پنجشنبې په ورځ اپریل میاشتې په ۲۷مه نېټه د کندهار ولایت د دامان ولسوالۍ اوړند سیمه کې د کندهار – کابل په لویه لار شوې ده.

ددغه ولایت د والي ویاند حاجي زاید ویلي چې ټپیان روغتونونو ته انتقال شوي دي. هغه ددوو ټپیانو روغتیايي وضعیت د اندیښنې وړ بللی دی.

همداشان د بادغیس ولایت د بالامرغاب د ولسوالۍ په مربوطاتو کې هم په یوه بله ترافیکي پیښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون پنځه تنه مړه شوي او نهه تنه نور ټپیان شوي دي.

د بادغیس په ولایت کې د طالبانو امنیه قومندانۍ په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا ترافیکي پېښه تیره ورځ د هرات- فاریاب د لوی لارې په اوږدو کې د یو لنډکرزر ډوله موټر د چپه کېدو له امله پیښه شوې ده.

د طالبانو چارواکو په بلخ، کندهار او بادغیس ولایتونو کې ددغو دریو ترافیکي پیښو علت د ډرایورانو بې احتیاطي ښودلې ده

د دې دمخه د طالبانو ځینو سیمه ییزو چارواکو ویلي و چې په افغانستان کې په ځانګړي ډول د کابل-بلخ، کابل – هرات او ځینو نورو لویو لارو کې په ترافیکي پیښو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی او هره ورځ په دغو پیښو کې په لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوړي.

طالبانو د ترافیکي قوانینو نه رعایت کول، په غیرقانوني ډول د موتړو د چلولو د جوازونو ترلاسه کول، د خلکو نه پاملرنه او د سړکونو غیر معیاري جوړښت د ترافیکي پیښو د زیاتیدو په عواملو کې یاد کړي و.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button