ټکنالوجي

د کايناتو تر ټولو لويه او خطرناکه چاودنه

د 1967 ميلادي کال د جولای مياشتې په دويمه د ناسا “ويلا” نومي سټيلايټونو په فضا کې د ګاما څپو يوه چاودنه تشخيص Detect کړه چې له امله يې د امريکا په دفاع وزارت يا پنټاګون کې غوغا جوړه شوه ځکه امريکا فکر کاوه روسيې د 1963 کال تړون نقض کړی او په فضا کې يې اتومي آزموينه کړې

د ساړه جنګ له امله امريکا له پخوا اندېښمنه وه چې روسيه دا ډول اقدام کولای شي. د همدې موضوع د حقيقت مالومولو په خاطر ناسا څلور “ويلا” نومي سټيلايټونه له ځمکې سل زره کيلومټره ليرې فضا ته واستول.

معمولا سټيلايټونه له ځمکې په دومره ليرې فاصله کې نه ځای پر ځای کيږي خو دا چې امریکا شکمنه وه روسيه ښايي د سپوږمۍ په مدار کې اتومي چاودنه وکړي، له همدې امله يې دا سټيلايټونه له ځمکې هومره ليرې ځای پر ځای کړي وو.

نور ولولئ: فضا ته د تر ټولو ځواکمن فضايي راکټ استول ځنډېدلي

د ناسا محققينو پر تشخيص شويو ګاما څپو خپل تحقيقات شروع کړل او غوښتل يې مالومه کړي چې دا څپې له کومه ځايه راغلي. د تحقيقاتو په نتيجه کې مالومه شوه چې دا څپې نه د ځمکې له مداره راغلي او نه زموږ له شمسي نظام نه بلکې سرچينه يې زموږ له ملکي وې Milky Way کهکشان نه هم بهر ده. له هومره ليرې ځايه ځمکې ته نږدې د ګاما څپو رارسېدو د ناسا محققين حيران کړي وو.

پر دې پېښه څو لسيزې تحقيقات روان وو خو موږ تر اوسه نه پوهيږو چې دا ګاما څپې اصلا له کومه ځايه راغلې وې

البته دومره ويلای شو چې دا څپې د يوه ساينسي اټکل له مخې له ځمکې شاوخوا 60 لکه نوري کاله ليرې ځای څخه راغلې وې.

تر دې پېښې وروسته د ځمکې په مدار کې زرګونه نورې ګاما څپې هم تشخيص شوي او ساينسپوهان يې د سرچينې په اړه وايي، کله چې دوه نيوټرون ستوري Neutron Stars له يو بل سره ټکر شي يا يوه ډېره لويه سوپرنووا چاودنه Super Nova رامنځته شي، په نتيجه کې يې ګاما څپې په کايناتو کې تر ليرې ليرې خپريږي.

د نيوټرون ستورو خپلمنځي ټکر يا سوپرنووا چاودنه د کایناتو تر ټولو زوروره چاودنه ده او په نتيجه کې يې په يوه ثانيه کې د لمر تر انرژۍ څو ميليارده چنده زياته انرژي خارجيږي او هر څه چې په مخه ورشي، تس نس کوي يې

ساينسپوهان وايي چې که دا ډول کومه چاودنه له ځمکې د څو نوري کالونو په فاصله کې هم وشي، د ځمکې د کُرې نوم و نښان به پاتې نه شي.

دا بيخي د حيرانتيا خبره ده چې په کايناتو کې دا ډول خطرناکې چاودنې هم رامنځته کيږي او هر څه يومخ له منځه وړي خو موږ نېکمرغه يو چې له دغه ډول کایناتي جګړې ډېر ليرې د خپل ملکي وې کهکشان په يوه پُرامنه برخه کې ژوند کوو او دا هر څه ووينو.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button