غواړې په ځان کې تغیر راولي؟
که غواړې په ځان کې مثبت بدلون راولې نو د نه ويلو هنر زده کړئ
يو تر ټولو غوره عادت چې تاسو يې بايد پياوړی کړئ، دادی چې خپلو موخو ته ژمن پاتې شئ. هغو شیانو ته “نه” ووایئ چې ستاسو له موخو سره په ټکر کې وي، په حقیقت کې دا “نه” هغو فعالیتونو ته لار پرانيزي چې ترسره کول یې ستاسو دموخو لپاره اړين دي. نورو ته “نه” ووایئ، البته په داسې ډول چې ستاسو اړيکې زیانمنې نه شي. همدارنګه په خپلو خبرو کې له روڼتيا او ټينګار څخه کار واخلئ او دا په یاد ولرئ، ددې پر ځای چې څوک ناهيلې کړئ دهغوی غوښتنې او یا بلنې ته “نه” ووایئ. ددې لپاره چې په خپل هدف مو لا متمرکزه شئ او په لږ وخت کې ډېر څه لاس ته راوړئ، هغو شیانو ته “نه” ووایئ چې موخو ته په رسېدو کې مو ځنډ رامنځته کوي.
له خپل وخت څخه د ارزښتناکې شتمنۍ په توګه کار واخلئ
وخت یوه محدوده خو ارزښتناکه سرچینه ده. ددې شتمني قدر وکړئ، که مو له لاسه ووت بیا بیرته نشي ترلاسه کیدی. کله چې تاسو خپل دوخت په ارزښت پوه شئ بیا ددې احتمال ډېر دی چې ښه پريکړې وکړئ، داسې پریکړې چې ستاسو لومړیتوبونه منعکس کوي او تاسو سره ستاسو اهدافو ته رسیدلو کې مرسته کوي. دخپل وخت د ښه مدیریت لپار ځانګړې طرحي وکاروئ، له کليزې (جنتري)، پلانونو، او دوخت تنظيموونکو اپليکېشنونو څخه کار واخلئ تر څو منظم پاتې شئ او پر خپل مهال ويش مو څارنه دوامداره وساتئ. دخپلو اړينو کارونو لپاره مو وخت ځانګړی کړئ او ځان په دې ډاډه کړئ چې تاسو د استراحت او دمې لپاره هم کافي اندازه وخت لری. دا مو په یاد وي چې تل بايد دا آرزونه وکړئ چې تاسو خپل وخت پر څشي او څنګه مصرفوئ.
نور ولولئ: څنګه د کیریر لاره غوره کړئ چې ستاسو لپاره سم وي
هره ورځ لږ ښه شئ
ددوامداره پرمختګ مفهوم دکوچنیو بدلونونو پر رامنځته کولو ډېر ټینګار کوي. که تاسو غواړی لوی بدلون رامنځ ته کړی، نو دخپل ژوند په مختلفو اړخونو لکه روغتیا، اړيکو او مسلک کې پر ورځني پرمختګ تمرکز وکړئ. دوخت په تیریدلو سره ددې کوچنيو بدلونونو ټولګه د یو لوی بدلون د منځته راوړلو لامل کيږي او د ژوند مسیر مو ټاکي. دپرمختګ لپاره مو دا واړه بدلونونه دژوند له هغې برخې را پیل کړئ چېري چې تاسو اړتیا لری وده وکړئ. وروسته دهرې ورځې لپاره کوچني لاس ته راوړنکي اهداف وټاکئ چې تاسو یې تر عیدې وتلی شئ. د بیلګې په توګه: که تاسو غواړی خپل فټنس ښه کړی؛ هره ورځ لس دقیقې تمرین وکړئ. په تدریجي ډول، کله چې تاسو پیاوړي کیږی او پرمختګ کوی د تمرین موده مو هم له لسو دقیقو څخه زیاته کړئ. د ورځنيو فعالیتونو دترسره کیدو لپاره شعوري هڅه وکړئ. دا چاره تاسو ته مثبت فیډبک درکوي او ستاسو انګېزه او دبدلون لپاره مو کړې ژمنې پیاوړي کوي. د هره ورځ لږ ښه کیدو هرکلی وکړئ، ممکن تاسو تر هغه ډېر څه لاس ته راوړی چې تاسو یې فکر کاوه