Uncategorized

افغانستان کې بانکونو له خلکو پیسې برمته کړي

هېواد کې بانکونو له هغو خلکو پیسې ایسارې کړې چې حسابونه په کې لري

په هېواد کې د یو‌شمېر خصوصي بانکونو پېرودونکي وايي چې له خپلو بانکي حسابونو په اوونۍ کې یوازې یو یا دوه ځله تر ۱۰۰ ډالرو پورې رااېستلی شي او اړوند بانکونه له دې زیاتې پیسې نه ورکوي.

که څه هم د افغانستان بانک څه موده وړاندې په یوې خبرپاڼه کې له بانکي حسابونو د پیسو رااېستلو کچه په اوونۍ کې تر ۶۰۰ ډالر «۵۰۰۰۰» افغانیو پورې لوړه کړې، خو د بانکونو یو‌شمېر پېرودونکي وايي، هېڅ خصوصي بانک دغه پرېکړه نه ده عملي کړې.

په بانکونو کې د حساب لرونکو له خولې

د میوند خصوصي بانک یوه پېرودونکي ممتاز وايي چې اوونۍ کې یو یا دوه ځله له خپل بانکي حساب څخه تر ۱۰۰ ډالره رااېستلی شي.

نوموړي وویل: «دوو کلونو کې مې زر ډالر راونه وېستل، کله اوونۍ کې یو ځل ۱۰۰ ډالره راکوي. له ډېرو ستونزو سره مخ یوو، موږ باید د خپل کارمند معاش ورکړو او خام مواد باید واخلو. ۱۵ ورځو کې ۱۰۰ ډالره به زموږ څه درد دوا کړي.»

نور ولولئ: افغان سوداګر: بهر ته پيسې څرنګه صادری کړو؟

په ورته مهال د عزیزي بانک یو پېرودونکی متین‌ بېک بیا زیاتوي چې یاد بانک یې پیسې ايسارې دي او اوونۍ کې کولای شي چې یوازې ۱۰۰ ډالره راوباسي. د نوموړي په وینا، خصوصي بانکونه د افغانستان بانک پرېکړې نه عملي کوي او ځینې یې اوونۍ کې خپلو پېرودونکو ته ۱۰۰ ډالر هم نه ورکوي.

افغانستان بانک او شرکتونو ته اجازه

د افغانستان بانک شرکتونو ته بیا اجازه ورکړې چې اوونۍ کې له خپلو بانکي حسابونو څخه له ۲۵زره تر ۴۰زره امریکايي ډالرو پورې ترلاسه کړي، خو د شرکتونو مسوولان هم له ورته ستونزې سر ټکوي.

رحمان‌ رحماني چې یوه خصوصي بانک کې د شرکت لپاره بانکي حساب لري، وايي چې له تېر یونیم کال راهیسې نه دی بریالی شوی چې له حساب څخه پیسې راوباسي

هغه وویل چې اوس د خپلې کورنۍ اړتیاوو پوره کولو لپاره له ستونزو سره مخ دی او په وینا یې، هر ځل چې بانک ته د خپلو پیسو ترلاسه کولو لپاره ورغلی، ورته ویل شوي چې باید په تمه شي.

رفېع‌الله ابراهیم چې یوه بانک کې شرکتي حساب لري، وايي: «نږدې یو نیم کال کېږي چې یوه افغانۍ مې نه ده اخیستې، ستونزې مو زیاتې دي. یو شرکت باید څومره ولري چې فعال وي، په داسې حال کې چې ۹۰سلنه پیسې یې بانکونو کې بندې دي. د مالیې ستونزې لرو، د برښنا لرو، د کارکوونکو د معاشونو لرو، ازاده تجارت نشو کولای.»

د افغانستان بانک ویاند حسیب‌الله نوري وايي چې دغه ستونزې به ډېر ژر حل شي. هغه وویل: «د افغانستان بانک مشرتابه هره اوونۍ د سوداګریزو بانکونو مسوولانو سره ناسته کوي او له دوی غواړي چې پېرودونکو ته غوره خدمات وړاندې کړي، خلکو ته ډاډ ورکوو چې دغه ستونزې به ډېر ژر حل شي.»

هېواد‌والو داسې مهال په بانکونو کې د خپلو پیسو ایسار پاتې‌کېدو څخه شکایت کوي چې عزیزي بانک کې یوې سرچینې سلام‌وطندار ته ویلي، هېواد کې بانکونه د نغدو پیسو کمښت سره مخ دي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button