Customize Consent Preferences

We use cookies to help you navigate efficiently and perform certain functions. You will find detailed information about all cookies under each consent category below.

The cookies that are categorized as "Necessary" are stored on your browser as they are essential for enabling the basic functionalities of the site. ... 

Always Active

Necessary cookies are required to enable the basic features of this site, such as providing secure log-in or adjusting your consent preferences. These cookies do not store any personally identifiable data.

No cookies to display.

Functional cookies help perform certain functionalities like sharing the content of the website on social media platforms, collecting feedback, and other third-party features.

No cookies to display.

Analytical cookies are used to understand how visitors interact with the website. These cookies help provide information on metrics such as the number of visitors, bounce rate, traffic source, etc.

No cookies to display.

Performance cookies are used to understand and analyze the key performance indexes of the website which helps in delivering a better user experience for the visitors.

No cookies to display.

Advertisement cookies are used to provide visitors with customized advertisements based on the pages you visited previously and to analyze the effectiveness of the ad campaigns.

No cookies to display.

Uncategorized

فوټبال: افغان ښځینه لوبډلې د بریتانیا پارلمان ښځینه لوبډله ماته کړه

د افغانستان ښځینه فوټبال لوبډلې بریتانیا کې د دغه هېواد د پارلمان ښځینه لوبډلې ته ماتې ورکړې ده

د دغې لوبډلې ځینې لوبغاړي د ۲۰۲۱ اګست کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته بریتانیا ته کډوالې شوې دي. همدې ښځینه لوبغاړو د بریتانیا پارلمان ښځینه لوبډله په خپل هېواد کې ماته کړه.

دا لوبه په بریتانیا کې د دواړو ټیمونو تر منځ د کډوالو نړیوالو ورځې د لمانځلو لپاره جوړه شوې وه.

د افغان ښځو لوبډلې د بریتانیا د کارګر ګوند له مشر کېیر سټارمر سره هم کتلي دي.

دغه ښځینه افغان لوبغاړي غوره استازي دي

ښاغلي سټارمر پر خپله ټوېټر پاڼه د افغانستان د ښځینه فوټبال لوبډلې سره د لیدنې ګډ انځور هم خپور کړی او ورسره لیکلی یې دي : “د افغانستان ښځینه فوټبال لوبډلې(د نجونو ځواک) سره لیدنه یو ویاړ دی. ورزش خلک سره یو ځای کوي او خنډونه له منځه وړي دا ښځې یې غوره استازې دي.”

بریتانیا کې د بښنې نړیوال سازمان چې د افغانستان فوټبال لوبډلې ملاتړ هم کوي، د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره یې د یادې لوبډلې ستاینه کړې.

نور ولولئ: افغانستان په تکواندو کې په نړیواله کچه ۲۹ مقام خپل کړ

بریتانیا لپاره د دغه سازمان مشرې ناومي ویستلنډ ویلي: “دا د فوټبال ځواک دی چې د نړۍ پر مخ ښځې او نجونې سره راټولوي، ټولنیز ګوښیتوب لویه ستونز ده، چې دلته ورسره پناه غوښتونکي مخ دي، فوټبال د خنډونو په ماتولو پر ځای باور رامنځته کولو او نویو اړیکو جوړولو برخه کې مرسته کوي.”

د یادې لوبډلې لوبغاړې خالدې پوپل بي بي سي پښتو پاڼې سره خبرو کې ویلي، فوټبال یوازینۍ ورپاتې لار ده چې په مرسته یې د افغان ښځو غږ پورته کولی شي.

آغلې پوپل وايي: “د لوبې له پاېلې راته ډېره مهمه دا ده، چې د لوبو په مرسته مونږ افغانو ښځو ته د نړۍ پام راواړوو، د ورزش په مرسته هڅه کوو چې افغانستان د خبرونو سرټکی شی او فوټبال مونږ ته هغه غوره لار پاتې ده چې مونږ پرې د افغان ښځو لپاره د عدالت غوښتنه کولای شوي، د افغان ښځو په اړه وغږېږو او پرېنږدو چې نړۍ دومره په اسانه افغان ښځې پرېږدي.”

هېواد ته د بېرته ستنېدو هیله

نوموړې دا بریا د ویاړ شېبه بللې خو وايي، هیله لري بېرته خپل هېواد ته ستنه شي او د یو ځل بیا د خپل هېواد په خاوره کې ولوبېږي.

هغه زیاتوي: “په ټوله کې ګټل هیجان لري، ښه حس لري خو کله چې له افغانستانه بهر د افغانستان په نوم لوبېږو له خوند یې مسولیت او فشار ډېر وي، ځکه هڅه کوو ثابته کړو چې افغانې نجونې یې وړتیا لري، ‌ځواکمنې دي او کولی یې شي.”

خالده پوپل چې واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته بریتانیا ته کډه شوې وايي،‌ دلته هر ډول ازادي لري خو ځان ځکه ارام نه احساسوي، ځکه د هغې په ټکو افغانستان کې افغانې نجونې آن خپلو لومړنیو حقونو ته لاسرسی نه لري او ترې محرومې کړل شوي دي.

نوموړې، وايي دا یې مسولیت دی چې له هېواده بهر هم افغانو ښځو حقونو ته کار وکړي او غږ یې پورته کړي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button