ژوند

ډاکټر اسماعیل وردګ د اورتوپېدي غوره جایزه تر لاسه کړه

ډاکټر اسماعیل وردک د اورتوپېدي مخکښ ډاکټر دی چې نړیوال شهرت لري

ډاکټر محمد اسماعیل وردک په متحدو ایالتونو کې د اورتوپیدۍ غوره جایزه ګتلې چې ټاکل شوې دا جایزه د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په میاشت کې په یو لړ مراسمو کې د ساین د خیریه ټولنې SIGN Fracture Care International) لخوا ډاکټر وردک ته ورکړل شي.

ددې ټولنې مشرې د همدې ویب‌سایټ پر پاڼه لیکلي چې دغه جایزه په افغانستان کې د هډوکو د جراحۍ، کامیابه درملنې او په افغانستان او نړۍ کې خپلو همکارانو ته د ښو لارښونو له کبله ډاکټر وردک ته ورکول کېږي.

د ساین ټولنې اجرائیوي مشره، جین ډیلنر وايي چې ډېر ډاکټران دې جایزې ته نومول شوي وو خو “ډاکتر وردک تر ټولو غوره وو،‌ ځکه هغه تر نورو روزونکو موږ ته ډېره لارښونه کړې”.

د ساین خیره ټولنې پروګرامونه په افغانستان کې بریالي دي

د جایزې ګټونکی، ډاکټر وردک وایي‎‎‎‎‎‎ چې ده د ساین د خیره ټولنې څه ناڅه شل پروګرامونه په افغانستان کې عملي کړي دي چې ددې پروګرامونو تطبیق خورا ښه او اغېزمن و.

نور ولولئ: د د کن فستیوال جایزه ګټونکی فلم

وردک زیاتوي چې د ساین خیریه ټولنه د نړۍ په ۵۷ هېوادونو کې پروګرامونه لري خو په افغانستان کې یې فعالیتونه د نورو هېوادونو په پرتله بریالي دي.

د ډاکټر وردک په وینا دوي په تېرو څو کلنو کې د ساین ټولنې په همکارۍ په افغانستان کې د هډوکو ۱۵۰۰۰ کامیاب عملیات ترسره کړې دي.

ډاکټر وردک اختراګانې او ګټورتوب

د ساین ټولنې بنسټ اېښودونکی ډاکټر لوېس زېرکل وايي چې ډاکټر وردک د هډوکو د درملنې لپاره ګټور وسایل اختراع کړي او دغه افغان ډاکټر “غوره ښوونکی او غوره جراح دی”.

ډاکټر اسماعیل وردک څو کاله مخکې د زنګون او د څنګل د ماتو هډوکو د درملنې لپاره یوه طبي اله اختراع کړې وه چې په نړیواله کچه منل شوې ده. ډاکټر وردک په ۱۹۹۲ کال کې د کابل طبي پوهنتون څخه فارغ شوی. ده په بهر کې هم زده کړې کړې او تراوسه یې څو ملي او نړیوالې جایزې ګټلې دي.

ډاکټر وردک د افغانستان په طبي سکتور کې یو نوم دی چې په نړۍ کې خورا ښه شهرت لري او دده هغه اختراعات چې د اورتوپیدي په برخه کې یې د الو د جوړولو په برخه کې کړې، په نړیواله کچه منل شوي او نن ورڅخه په نړۍ کې د طب په برخه کې کار اخیستل کېږي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button