هنر او ادب

د د کن فستیوال جایزه ګټونکی فلم

“د سقوط اناتومي” په نوم فلم جوړوونکې “جسټن ترېت” د کن فستیوال غوره کلنۍ جایزه وګټله

ډاروونکي او له اسراره ډک فرانسوي فلم “د اناتومي سقوط” سږ کال د کن فلم فستیوال غوره جایز وګټله.

د هغې د فلم کیسه د یوې ښځینه لیکوالې په اړه ده، چې د خپل مېړه په وژنه تورنه ده.

نور ولولئ: د ترکيې تر تولو ښکلې اداکاره

له آغلې ترېت مخکې دوو نورو فرانسوۍ ښځو هم د کن فستیوال غوره کلنۍ جایزه ګټلې وه.

تمه ده دا فلم چې په لومړي ځل د کن په فستیوال کې نندارې ته وړاندې شو، د راتلونکي کال اګسټ میاشت کې خپور شي.

ددغه فلم مرکزي رول لوبونکې

د دغه فلم مرکزي رول د زاندرا هولر په نامه یوې المانۍ ښځې لوبولی دی. او جالبه یې دا ده چې نوموړې په یوه بل فلم کې هم لوبېدلې چې سږ کال یې د کن فلم فستیوال جایزه ګټلې ده. هغه د The Zone of Interest فلم دی.

ورته وخت کې د فلم جوړوونکې جسټن ترېت د جایزې ترلاسه کولو له فرصته په ګټې اخیستنې د اېمانوېل مکرون پر حکومت نیوکه وکړه.

ترېت له جایزې اخیستو وروسته په سټېج وویل

هغې د تقاعد کېدو عمر د لوړولو په غبرګون کې د پیل شویو احتجاجونو پر وړاندې د ښاغلي مکرون د حکومت کړنې “ځپونکې”وبللې.

آغلې ترېت چې کله خپله جایزه ترلاسه کړه دریځ ته ودرېده او ویې ویل: “احتجاج کوونکي په حیرانوونکي ډول وځپل شول.”

د فرانسې حکومت د تقاعدۍ عمر له ۶۲ څخه ۶۴ کلنۍ ته لوړ کړ، چې دا پرېکړه فرانسه کې د نیوکو لامل شوه او پر وړاندې یې احتجاجونه پیل شول، خو دا قانون له احتجاجونو سره سره د دولت له خوا تصویب شو.

په تېرو څو میاشتو کې د پاریس ښار په ګډون نورو ښارونو کې پراخ احتجاجونه شوي.

نور ولولئ: ۳۴ کلنه اداکاره “پرینتي چوپړا” مجرده ده

په ډېرو احتجاجونو کې له لاریونیانو سره د پولیسو له خوا له تاوتریخوالي ډک چلند پر ولسمشر اېمانوېل مکرون نیوکې راپارولي‌ دي.

آغلې ترېت په خپلو څرګندونو کې د فرانسې د حکومت پر هنري او کلتوري تګلارو هم نیوکې وکړې او زیاته یې کړه چې کلتور او هنر یې “سوداګریز کړی”.

د جستن ترېت څرګندونو ته د فرانسې د کلتور وزیرې ریما عبدالمالک پر ټوېټر لیکلي: “ډېره خوشاله یم چې د کن فلم د فستیوال کلنۍ غور جایزه ترېت وګټله دا دې برخه کې لسمه جایزه ده چې فرانسه یې ګټې خو د هغې غیر عادلانه څرګندونو حیرانه کړم.”

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button