نړیوال خبرونهنړۍ خبرونه

د بریتانیا دفاع وزارت په افغانستان کې د خپلو ځواکونو جنګي جرمونه څېړي

هغه برتانوي ځانګړي ځواکونه چې په افغانستان کې په جنګي جرمونو تورن دي،‌ څېړنې ورڅخه کوي

د دغه هېواد د دفاع وزارت د جولای پر پنځمه، افغانستان کې د ادعا شویو جنګي جرمونو په څېړنه کې د خپلو ځانګړو ځواکونو د ښکیلتیا یادونه کې د هر ډول محدودیتونو د هڅې مخه نیولې.

په دې برخه کې څېړنې له هغې وروسته کېږي، چې ادعا کېږي د بریتانیا ځانګړو ځواکونو یا اېس ای اېس کلونه په افغانستان کې ناقانونه وژنې کړي او جنګي جنایتونه یې ترسره کړي دي.

د دغه هېواد دفاع وزیر بن والېس د افغانستان په اړه د خپلواکې پلټنې له اورېدو مخکې ویلي و چې “څېړنې اوس د اورېدو پړاو ته رسېدلي دي او زه دا تاییدولی شم چې تورونه د بریتانیا د ځانګړو ځواکونو په چلن پورې اړه لري.”

تر څېړنې لاندې عملیاتو کې د بریتانیا د ځانګړو ځواکونو د ښکیلتیا د منلو پرېکړه له هغه ویناوو سره په ټکر کې ده، چې د دغه هېواد دفاع وزارت له دې مخکې په دې برخه کې کړې دي.

نور ولولئ: اسټرالیایي پوځي او په افغانستان کې د جنګي جنایتونو قضيه

ښاغلي والېس ویلي، چې د ځانګړو ځواکونو د ښکیلتیا تایید یوازې “د څېړنې په استثنايي شرایطو” کې شوی.

هغه زیاته کړې: “له ځانګړو شرایطو بهر د دې خبرې منل باید د بریتانیا د ځانګړو ځواکونو د ځای پر ځای کولو یا فعالیتونونو برخه کې، د اوسني حکومت او پخوانیو حکومتونو د دریځ په اړه بحثونه را و نه پاروي.”

پخوا هڅه کېده چې دا مسئله پټه وساتل شي

د بریتانیا دفاع وزارت له دې وړاندې استدلال کړی و، چې په دې څېړنه کې “هر ډول سند، خبرې او شواهدو په اړه چې د بریتانیا د ځانګړو ځواکونو ښکیلتیا ادعا تایید یا ردوي” باید څوک خبر نه کړل شي.

خو د تېرې دوشنبې پر ورځ د جولای پر درېیمه، ۴۸ ساعته مخکې له دې چې د څېړنې د مشر قاضي هاډون کیف پر وړاندې د قضیې په اړه استدلال وکړي، د دفاع وزارت وکیلانو ولیکل، وزارت “وړاندیز کړی چې دا برخه ترې لېري کړي.”

بدلون چې د چار شنبې د ورځې په ناسته کې ومنل شو په دې مانا دی، چې افغانستان کې په ناقانونه وژنو کې د بریتانیا د ځانګړو ځواکونو ښکیلتیا د ادعا په اړه څېړنو کې پر شواهدو بحث او خلکو ته وړاندې کېدای شي.‌

دفاع وزارت لا هم د ځانګړو ځواکونو هویت پټ ساتي

د بریتانیا دفاع وزارت لا هم هغه غوښتنه تعقیبوي، چې افغانستان کې په عملیاتو کې د ښکیلو ځانګړو ځواکونو هویت په اتومات ډول پټ پاتې شي او د عملیاتو په اړه ټول شواهد دې په غیر علني ناستو کې د عامو خلکو او قربانیانو له کورنیو لېري ښکاره کړل شي.

د بریتانیا د ځانګړو ځواکونو په اوو جلا عملیاتو کې د وژل شویو افغانانو د کورنیو وکیلان استدلال کوي، چې د وزارت له خوا محدودیتونه “د توجیه وړ نه دي او د څېړنې اعتبار ته جدي زیان اړوي.”

تیسا ګریګوري چې د Leigh Day په نامه یوه حقوقي شرکت شریکه ده او د دغو کورنیو استازیتوب کوي وايي، “خلک له کلونو راهیسې د مالوماتو پټولو او ناروښانتیاوو اندېښمن کړي آن د څېړنو له پیله دا وېره وه، چې د دفاع وزارت به د خلکو پر مخ دروازې وتړي او هڅه به وکړي چې هر څه ترې پټ کړي.”

آغلې ګرګوري زیاته کړې: “غم ځپلې کورنیو اوس په څېړنو باور کړی چې حقیقت به روښانوي.”

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button