ملګري ملتونه: نړۍ کې بې ځایه شوي افغانان تر ۹ میلیونو زیات دي
ملګري ملتونه وايي، نړۍ کې د بې ځایه شوو افغانانو شمېر تر ۹ میلیونه اوښتی دی
تازه، د ملګرو ملتونو د کډوالو نړیوالې ادارې (یو این ایچ سی ار) افغانان د نړۍ د کډوالۍ یوه لویه برخه بللې.
دغه ادارې ویلي، هغه افغانان چې په زور او جبر کډې ور پر سر شوي نړۍ کې شمېر نهوو میلیونو ته رسېږي. یو این ایچ سی ار وايي درې اعشاریه ۲۵ میلیونه نور افغانان خپل هیواد کې دننه له خپلو مېنو بې ځایه شوي دي.
د کډوالو د نړیوالې ادارې په وینا پاڼه کې راغلي، دا مهال ۲۹۵ زرو افغانانو د نړۍ بیلابیلو هیوادونو کې د پناه غوښتنلیکونه ورکړي.
د کډوالۍ نوره پراخېدنه
افغانستان کې له بشري ناورین سره، د کډوالۍ بهیر ورځ تر بلې پراخیږي. سره له دې چې د طالبانو حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په دې وروستیو کې له خلکو په ځانګړي ډول له ځوانانو غوښتي چې د کډوالۍ ژوند ته دې زړه نه ښه کوي: ” دا د نړیوالو یوه لمسونه ده چې خلکو ته وايي کار نشته او قحطي ده، نو خلک ولې دا مایوسي کوي چې نه کار شته نه کسب نو بل ملک ته به ځم، او په غرو، په رودو کې به ځان بربادوي او خرابوي به یې.”
ځینې د بېکارۍ او ځینې د نجونو د زدهکړو په خاطر هېواد پرېږدي
ځوانان چې اکثر یې لوستي دي، له هېواده د بېکارۍ له امله وځي، خو ځینې نور یې بیا په هېواد کې د لوڼو پر مخ د تعلیم بندېدو له امله ګاونډیو هېوادونو ته کوچېدلي او دغه هېواد یې پرې ایښی دی.
نور ولولئ: دپېښور په کمپونو کې افغان مهاجرین خپل ژوندڅنګه تېروي؟
هغه افغانان چې اروپایي هېوادونو ته د تګ امکانات نه لري، هغو ایران او پاکستان ته کډه کېږي تر څو هلته له خپلو انساني حقونو څخه برخمن شي او هم یې اولادونه زده کړې وکړي، خو بل لور ته د شنونکو په وینا په ایران او پاکستان کې له افغان کډوالو سره چلند د بشري حقونو ضد بولي او هره ورځ یې د نیولو او بېرته افغانستان ته د راشړلو راپورونه ورکول کېږي.
شنونکي وايي، هره ورځ د تورخم، سپین بولدک، نیمروز او هرات له لارې په زرګونو افغانان هېواد ته راشړل کېږي.