نړیوال خبرونه

د کریمیا پل مهموالی؛ د دوو چاودنو پایله کې تخریب شوی

د کریمیا هغه پل چې روسیې ته خورا مهم بلل کېده، الوزول شوی دی

روسیې به د اوکراین جګړې لپاره د همدې پله له لارې اوکراین ته اکمالات کول چې پرون ورباندې دوې چاودنې وشوې او ځینې برخې یې تخریب شوي او له همدې امله ورباندې هر ډول تګ راتګ ځنډول شوی دی.

روسي چارواکي وايي دوه کسان د دغه هېواد او کرایمیا ټاپو وزمې پر نښلوونکې پله د هغه څه له کبله مړه شوي، چې دوی “بېړنی حالت” بللی.

نور ولولئ: پر روسیه د اوکرایین ستر برید شنډ شوی

که څه د دوشنبې سهار وختي په دې سیمه کې د چاودنې غږ د اورېدل کېدو ناتایید شوي رپوټونه هم خپاره شوي، خو تر اوسه دا نه دي ویل شوي چې دغلته دې برید شوی وي.

د کریمیا ټاپوزمې نیول او له پله څخه استفاده

روسیې د اوکرایین کرایمیا ټاپو وزمه په ۲۰۱۴ کال کې ونیوه او وروسته یې د همدغه پله په وسیله چې موټرونه او اورګاډي پر تګ راتګ کوي، له خپلې خاورې سره وتړله.

دغه پول په ۲۰۱۸ کال کې پرانیستل شوی او اوس د سفر او اکمالاتو مهمه لار ده‌.

د یادونې ده چې د دغه پله ځینې برخې د ۲۰۲۲ کال اکتوبر کې د یوې چاودنې له کبله وتړل شوې خو د روان کال فبرورۍ کې بېرته پرانیستل شو.

د روسیې لخوا کرایمیا ته ټاکل شوې مشر سرګیې اکسیونوف پر خپل ټېلېګرام لیکلي: “د کرایمیا پر پله تګ راتګ درول شوی او یوه بېړنۍ پېښه رامنځته شوې ده.”

نور ولولئ: مسکو وايي د روسیې د جمهوري ریاست په ماڼۍ برید شوی

هغه زیاته کړې “د قانون نافذونکي سازمانونه او مسوول اورګانونه د ستونزې پر ‌حل بوخت دي، او عادي حالت ته د وضعیت ګرځولو لپاره لومړني ګامونه اخیستل شوي دي.”

نوموړي د دغه پیغام پای کې ویلي “دمګړۍ شرایطو ته به کتو د ټاپو وزمې له اوسېدونکو او مېلمنو غواړم چې د کرایمیا پر پله له تېرېدو ډډه وکړي او د امنیتي دلایلو له کبله دې نورې بدیلې او نوې ځمکنۍ لارې وټاکي.”

په یاده پېښه کې اوښتي مرګ ژوبله

د روسیې د لوېدیځ بلګوراد سیمې والي ویاچسلاو ګلادکوف هم د ټېلېګرام یوه پیغام کې لیکلي دا پېښه ‘بېړنۍ وضعیت’ بللی.

هغه ویلي، دوه کسانو چې د یوې پیغلوټې مور او پلار دي په دې پېښه کې ژوند بایللی دی.

د روسیې ترانسپورت وزارت بیا وايي چې چاودنې د پله ستنو ته زیان نه دی رسولی او یوازې سړک خراب شوی.

د بي‌بي‌سي روسي څانګه وايي دغه پله سره موازي د بېړیو د تېرېدو لار هم تړل شوې ده.

د روسیې تاس خبري اژانس بیا د اورګاډو د ځايي ادارو په حواله ویلي چې د اورګاډي هم ښايي له ځنډ سره مخ شي.

تر اوسه پر دغه پله تېر اکتوبر کې د شوې چاودنې ټول جزییات هم ډاګیز شوي نه دي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button