نړیوال خبرونه

م.م.: د تور سمندرګي له لارې د غلې صادراتو تړون ځنډېدل ناوړه بشري پایلې لري

ملګري ملتونه وايي، د تور سمندرګي له لارې د غلې صادراتو تړون ځنډول بشري ناورین دی

ملګرو ملتونو ویلي د تور سمندر له لارې د غلې د صادراتو د تړون نه نوي کېدل به سختې بشري پایلې ولري. د ملګرو ملتونو د بشري چارو مشر مارټین ګرېفېټ خبرداری ورکړی چې له تړونه د روسیې د وتلو پرېکړه د خلکو ژوند ګواښي.

د لوږې او قحطۍ له خطر سره د میلیونو وګړو د مخامخېدو په تړاو د ملګرو ملتونو د یوه لوړ پوړي چارواکي اندېښنه وروسته له هغه څرګنده شوې چې روسیې د اوکرایین د غلو د صادراتو تړون د نه نوي کولو پرېکړه وکړه. د تړون موده تېره دوشنبه ختمه شوه.

د روسیې پرېکړه د خلکو ژوند ګواښي

ښاغلي ګرېفېټ چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې یې دا څرګندونې کولې وویل، د روسیې پرېکړه د وګړو ژوند ګواښي.

نوموړي وویل، ”دا اونۍ د خفګان او ناهیلۍ وه. خو دا بیا ۳۶۲ میلیونه خلکو لپاره د خفګان او ناهیلۍ خبره نه، بلکې د هغوی او د هغوی د ماشومانو او کورنیو راتلونکي لپاره د ګواښ مسئله ده. هغوی خفه نه دي. هغوي په غوسه دي. هغوی اندېښمن دي. ځینې به یې وږي پاتې شي، ځینې به له لوږې خپل ژوند وبایلي. د دغې پرېکړې له امله ښايي ډېر شمېر کسان مړه شي ”.

بېړیو ته د روسیې ګواښ

روسیه نه یوازې د غلو د صادراتو له تړونه ووتله، بلکې ویې ویل چې د غلو د بارولو په موخه د اوکرایین سمندرغاړو ته تلونکې هرې بېړۍ ته د پوځې موخې په سترګه ګوري، خو ملګرو ملتونو ویلي په تور سمندر کې ملکي بېړیو ته ګواښ د منلو نه دی. د یادې ادارې یوې لوړ پوړې چارواکې روزماري ډېکارلو

نور ولولئ: د کریمیا پل مهموالی؛ د دوو چاودنو پایله کې تخریب شوی

”د تور سمندرګي په اوبو کې ګرځېدونکو بېړیو ته د هغوی د په نښه کولو ګواښ د منلو نه دی. موږ همداراز سمندر کې د ماینونو د اېښودو د رپوټونو په تړاو هم اندېښمن یو چې د ملکي بېړیو چلن له خطر سره مخامخوی. موږ په ټینګه له نورو داسې شعارونو او کړنو د ډډه کولو غوښتنه کوو چې وار له مخه خطرناکه شوی حالت لا خطرناکوي. تور سمندرګي ته د شخړې د غځېدو د هر راز خطر که تصادف وي او که په لوی لاس باید یې مخنیوی وشي او هغه په هره بیه چې وي. ”

په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکېن ویلي دوی د غلو د لېږد لپاره بدیلې لارې ګوري خو وايي ډېره ډېره ستونزمنه ده او بدیلې لارې ښايي د هومره غلو د لېږد شونتیا ونلري چې ورته اړتیا ده.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button