ژوندنړیوال خبرونه

سیګار: په نړیوالو بشري مرستو باندې طالبان کنترول لري

ساپکو وايي، په نړیوالو بشري مرستو باندې د طالبانو له کنترول مو ګانګرس ته راپور ورکړی

د افغانستان د بیا رغونې په چارو کې د متحدو ایالتونو ځانګړی سرمتفش [سیګار] وايي‌ چې په افغانستان کې یې د طالبانو د تش په نوم حکومت له لوري د نړیوالو بشري مرستو د انحراف او په مرستو باندې د دغې ډلې د کنترول په اړه یې کانګرس ته معلومات ورکړي دي.

جان ساپکو د پنجشنبې په ورځ جولاۍ ۲۰ (سرطان ۲۹) د لندن په ګنګز کالج کې وویل چې د امریکا «د استازو خونې د بهرنیو اړیکو کمېټې ته یې د ملګرو ملتونو په عملیاتونو کې د ستونزو په اړه د ځینو معلوماتو څخه» چې خوښوونکي نه دي، پرده پورته کړې ده.

په دې اړه زیات جزیات نه دي ورکړل شوي

ساپکو د دغو معلوماتو په اړه نور جزیات ورنکړل، خو زیاته یې کړه چې د استازو خونې د بهرنیو اړیکو کمېټې ترې پوښتلي چې تحقیقات وکړي، طالبانو د امریکا له مرستو څخه ګټه اخیستې ده که نه.

نوموړي وویل چې زیات امریکایي قانون جوړونکي‌ اندېښمن دي، چې افغانانو سره «د بشري مرستو څومره اندازه هغه رژیم ته ځي، چې موږ ترې کرکه لرو.))

نور ولولئ: سيګار: د امریکا نغدي مرستې کیدای شي د طالبانو لاس ته ورشي

ملګرو ملتونو د دغه راپور تر لیکلو پورې، چې د مرستو د انحراف په اړه څومره معلومات لري، د امریکا غږ پوښتنې ته ځواب نه دی ورکړی.

طالبانو په مرستو کې خپله مداخله رد کړې ده او امریکا او نورې مرسته رسوونکې ادارې یې تورنې کړې چې مرستې سیاسي کوي.

د طالبانو له راتګ سره د مرستو بندېدل

امریکا له ۲۰۰۲ څخه تر ۲۰۲۱ پورې د افغانستان د بیارغونې په چارو کې شاوخوا ۱۴۶ میلیارد ډالر ولګول، خو کله چې طالبان بیا واک ته ورسېدل، دا مرستې یې بندې کړې.

نور ولولئ: سیګار وايي، طالبان د بشري مرستو رسونې ادارو کې مداخله کوي

طالبانو د جنسیت په اساس، د مرستو رسولو په چارو کې محدودیتونه لګولي دي او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو ادارو کې یې د ښځو په کار بندیز لګولی دی. نړیوالې ټولنې د طالبانو دا کار غندلی دی.

که څه هم نورو مرسته کوونکو له افغانستان سره خپلې مرستې کمې کړې دي، خو متحدو ایالتونو په روان کال کې۲۲۴ میلیون ډالر له افغانستان سره مرسته کړې او تر په دغه کال کې له دغه هېواد سره تر ټولو لوی مرسته کوونکی بلل کېږي.

سیګار ویلي دي چې د استازو خونې یوه لایحه تصویب کړې او اوس په سنا کې ده، چې د امریکا هر ډول مرستې منع کوې چې په مستقیم او غیر مستقیم ډول طالبانو ته رسي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button