مککال افغانستان ته د امریکايي چارواکو سفر له افغانانو سره خیانت بولي
مککال وايي کوم امریکايي چارواکي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان ته سفر کوي، له افغانانو سره خیانت دی
د متحده ایالاتو د استازو په مجلس کې د بهرنیو اړیکو د جرګه کۍ مشر مایکل مک کال د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان ته د امریکا د حکومتي چارواکو د سفر په هکله جدي مخالفت څرګند کړی او ویلي یې دي که دا سفر وشي د افغانانو سره به خیانت وي.
نور ولولئ: امریکا: که له افغانستانه خطر احساس کړو، پوځي ګام پورته کوو
مک کال تېره ورځ په یو لیک کې چې د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن ته یې استولی لیکلي، ” زه لیکم چې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان ته د متحده ایالاتو د حکومتي چارواکو د سفر په هکله ټینګ مخالفت څرګند کړم. د طالبانو اوسني رژیم تر کنټرو لاندې افغانستان ته د امریکایي چارواکو د سفر کولو هر ډول هڅه به د وژل شویو او میلونونو افغانانو د یادونو سره ناوړه خیانت وي چې لا هم د یو نیکمرغه، آزاد او دموکراتیک افغانستان هیله لري”.
مککال له طالبانو سره د تعامل مخالف دی
سره لدې چې تر اوسه نه سپینې ماڼۍ او نه هم د بهرنیو چارو وزارت افغانستان ته د کوم امریکایي چارواکي یا چارواکو د سفر کولو په هکله څه ویلي خو ښاغلي مک کال پدې لیک کې لیکلي چې د متحده ایالاتو د تعامل سربیره طالبانو خپل کړه وړه لا پسې خراب کړي.
نور ولولئ: د افغانستان په اړه د جوبایډن نوې پرېکړه
د استازو مجلس دې جګپوړي چارواکي په لیک کې د متحده ایالاتو د حکومت څخه غوښتي چې د طالبانو سره د اړیکو عادي کیدو پر ځای باید د نړیوالې ټولنې سره په ګډه کار وکړي او د طالبانو څخه د اصلاحاتو غوښتنه وکړي.
په لیک کې ویل شوي چې لا هم د طالبانو سره امریکایان برمته دي او لا هم طالبان د حکومت څوکیو ته د “القاعده چارواکي” ټاکي.
د ښځو پر زده کړو او کار ټینګار
د بهرنیو اړیکو د جرګه ګۍ مشر همدرانګه په لیک کې د طالبانو لخوا په افغان میرمنو د کار، تعلیم او ګرځیدو راګرځیدو بندیزونه او محدودیتونه یاد کړي او ویلي یې دي چې دا ډله د بشري مرستو رسولو چارې هم ګډوډي.
ښاغلي مک کال ویلي چې همدا اونیز ملاقاتونه د طالبانو او متحده ایالاتو تر منځ د تعامل اړتیا پوره کوي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبان تر اوسه هېڅ کوم هېواد په رسمیت نه دي پېژندلي او په دې اړه دوی اندېښمن ښکاري.