سپورټ

اولګا کارمونا دنړیوال جام له ګټلو وروسته د پلار له مړینې خبره شوه

د اسپانیا د ښځو فوټبال لوبډلمشره د نړیوال جام له ګټلو وروسته د پلار له مړینې خبره شوې ده

د اسپانیا د ښځو فوټبال د ملي‌ لوبډلې کپتانه، چې پرون یکشنبه یې د انګلستان خلاف د نړیوال جام پایلوبه کې د برخلیک ټاکونکي ګول په وهلو سره اسپانیا نړیواله اتله کړه، د نړیوال جام له ګټلو وروسته د خپل پلار له مړینې خبره شوه.

د اولګا کارمونا پلار له اوږدې مودې راهیسې ناروغ او د تېرې جمعې پر ورځ مړ شوی و، خو ملګرو او کورنۍ یې ترې دا خبره د نړیوال جام سیالیو لپاره پټه ساتلې وه.

د کارمونا عمر او د هغې شهرت

اغلې کارمونا ۲۳ کلنه او د ریال ماډریډ د ښځینه لوبدلې غړې هم ده.

اسپانیا د نړیوال جام پایلوبه کې د هغې په یوازني ګول سره انګلنډ ته ماته ورکړه.

اولګا کارمونا د خواله رسنۍ یوه پیغام کې لیکلي “پوهېږم چې نن شپه دې زما لوبه لیدله او راباندې ویاړلې. روح دې ارام پلاره.”

هغې له خپل دغه پیغام سره د بریا د میډال عکس هم خپور کړی چې ښکلوي یې.

د نړیوال جام ګټوونکو ته د اتلولۍ پر جام سربېره د سرو زرو مډال هم ورکول کېږي.

د اسپانیا د فوټبال ټولنې ‘ار‌اېف‌يي‌اېف’ د خواله رسنۍ یوه پيغام کې لیکلي چې دغه ټولنه د اولګا کارمونا د پلار د مړینې پر اعلان خورا خواشینې ده.

د ار یي اېف پیغام

ار اېف يي اېف زیاته کړې “زموږ د خواخوږۍ غېږې د دغه ستر غم په شېبه کې اولګا او د هغې کورنۍ ته پرانېستې دي. اولکا موږ درسره مینه لرو – ته د اسپانیا د فوټبال ژوندی تاریخ یې.”

د اسپانیا فوټبال ښځینه لوبډلې د ۲۰۲۳ کال د نړیوالې اتلولۍ سیالیو کې ټولټال ۷ لوبې درلودې او اغلې کارمونا ترې په پنځو لوبو کې له پیله لوبډله کې شامله وه.

نور ولولئ: ښځینه فوټبال نړیوال جام؛ انګلنډ د نایجریا په ماتولو منځ‌لوبو ته لار پیدا کړه

د اسپانیا رېلېوو رسنۍ ویلي، د اولګا کارمونا کورنۍ او ملګرو ددې لپاره له هغې د پلار د مړینې خبر د پټ ساتلو پرېکړه کړې وه چې نوموړې پر پایلوبه تمرکز وکړای شي.

د فوټبال د نړیوال جام لوبې استرالیا کې کېدې او د اولګا مور او وروڼه شنبه د نوموړې ملاتړ دغه هېواد ته ورسېدلي وو.

ریال ماډرېډ لوبډلې هم له اغلې کارمونا، د هغې خپلوانو او ټولو مینوالو سره خواخوږي څرګنده کړې ده.‌

کارمونا د ښځینه فوټبال نړیوال جام کې ځان داسې وځلوه چې نن نړیوالې رسنۍ ورباندې بحثونه کوي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button