ځاییکورني خبرونه

عباس ستانکزی د ښځو زدکړې واجب بولي

د طالبانو لوړ پوړی چارواکی د ښځو زده کړې واجب بولي، خو پوره دوه کاله کېږي چې نجونې له زده کړو راګرځول شوي

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین عباس ستانکزی وايي، پر اسلامي حکومت او چارواکو ښځو ته د زدکړو زمینه برابرول واجب دي.

نوموړي د ښځو اړوند غونډه کې زیاته کړه، اسلام د شریعت په رڼا کې ښځو ته د زدکړو او میراث حق ور کړی دی.

نور ولولئ: د ښځینه زده‌کوونکو انتظار ته ځواب شته؟

ښاغلي ستانکزي تر دې مخکې هم بیا بیا نجونو ته د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستو غوښتنه کړې ده.

هغه دا خبرې په علومو اکاډمۍ کې وکړې

په دې غونډه کې د افغانستان علومو اکاډمۍ مشر فریدالدین محمود هم وویل، د اسلام د پېغمبر مېرمنو د ښځو د لارښوونې، زدکړو او ستونزو په حل کې ونډه درلوده.

د ښځو اړوند غونډه د چارشنبې په ورځ علومو اکاډمۍ کې جوړه شوې وه او پکې ځینې طالب چارواکو په کار او زدکړو کې د ښځو پر رول خبرې وکړې.

نور ولولئ: کمپاین کوونکي د ښځو د تعلیم مخنیوی غیر اسلامي بولي

د طالبانو د سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په دې غونډه کې وویل، ښځو په «جهاد» کې هم ونډه درلوده او هیڅوک هم په ټولنه کې د ښځو له رول او اهمیت انکار نشي کولی.

د طالبانو د ازموینو ادارې مشر عبدالباقي حقاني وویل، د علم زدکړو پر ټولو فرض ده او ټینګار یې وکړ: «موږ په علمي برخه کې تر نړۍ شاته یو.»

دوه کاله کېږي چې د ښځو پر زده کړه او کار بندیز لګول شوی

پر افغانستان د طالبانو دوه کلنه واکمنۍ کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي دي.

که څه هم ځینې طالب چارواکي او د پوهنتونونو استادان پر دې حالت نیوکه کوي، خو نور طالب چارواکي وايي، چې د دې ستونزې حل د دوی د مشر په پرېکړه پورې تړلي دي.

پر دې سربېره د نړۍ بېلابېلو هېوادونو، نړیوالو سازمانونو او بشري حقوقو سازمان او نورو بار بار له طالبانو غوښتي چې نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړي، خو له دې سره سره بیا هم طالبانو د نجونو زده کړو ته اجازه نه ورکوي او نه یې هم ددې لپاره کومه ځانګړې برنامه تر لاسه لاندې نیولي ده.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button