سیمه ییز خبرونهنړیوال خبرونه

د سي ۵+۱ هېوادونو مشرانو تر منځ غونډه وشوه

دا لومړی ځل دی چې د امریکا او منځنۍ اسیا هېوادونو د مشرانو ولسمشرانو تر منځ غونډه کېږي

شنونکي نظر ورکوي چې د روسیې او اوکراین په جګړه کې امریکا هڅه کوي تر څو د اقتصادي پالیسیو پر مټ له منځنۍ اسیا هېوادونو سره ځان نږدې کړي او له دې لارې پر مسکو فشار راوړي، خو بل لور ته بیا مسکو څو ورځې وړاندې وویل چې امریکا له روسانو سره جګړه کوي خو خاوره او وجود د اوکراین دي.

د منځنۍ اسیا هېوادونو غونډه

د امریکا ولسمشر جو بايډن د منځنۍ آسیا هيوادونو قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان له ولسمشرانو سره د «سي ۵+۱» په لومړۍ غونډه کې وکتل.

دغو مشرانو د ترهګرۍ سره په مبارزې، سیمه ییز اتصال، سوداګرۍ او انرژۍ په امنيت خبرې کړې.

نور ولولئ: د هند د دوو قومونو تر منځ شخړه؛ لومړی وزیر یې اپوزیسیون سره کرکېچ مخ کېږي

د ملګرو ملتونو د ۷۸ مې عمومي غونډې په څنډه کې د جوبايډن او «سي ۵+۱» هيوادنو د مشرانو تر منځ لومړنۍ ناسته تر سره شوه.

د سپینې ماڼۍ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، جو بایډن د منځنۍ اسیا-امریکا په اړه غونډې ته وویل. «لومړی به موږ د ترهګرۍ پر وړاندې خپله همکاري پیاوړې کوو، متحده ایالات به په امنيتي برخه کې د منځنۍ اسیا ملاتړ زیاتوي.»

ولسمشر جو بایډن د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ په څنډه کې د وږي ۱۹مه د قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان له ولسمشرانو سره وکتل.

د امریکا اقتصادي برنامې

ولسمشر بایډن زیاته کړه: «موږ به سیمه ایزې اقتصادي اړيکې پیاوړې کوو، نوی سوداګریز پلیټ فارم رامینځته کوو چې زموږ ډیپلوماتیکي اړيکې بشپړې او د پراختیایي موخو لپاره زموږ خصوصي سکتورونه په ښه توګه وصل کړي.»

نور ولولئ: افغانستان به د شنګهای غونډې د بحث سرټکی وي

بایډن زیاتوي چې په راتلونکو کلونو کې به د انرژۍ د امنیت او لېږد په برخه کې په ګډه د يوه میکانیزم له لارې بحث ته لاره هواره کړو.

د دغې ناستې مشرانو د امنیت، سوداګرۍ او پانګونې، سیمه ییز اتصال، د ولسونو د حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته د درناوي، حکومتولۍ او د قانون پلي کولو او روانو اصلاحاتو په ګډون پر یو لړ مسلو خبرې وکړې.

دا په داسې حال کې ده چې د اوکراین ولسمشر له نړۍ غوښتي وو چې د روسیې د یرغل د مخنیوي او پر شا تمبولو کې سره یو شي او د اوکراین له خاورې باید ووځي، خو له دې سره سره لا هم نړۍ په دې اړه یوه پرېکړي اقدام ته نه دي رسېدلي او روسیه هم له خپل دریځ په شا نه ښکاري.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button