نړیوال خبرونهنړۍ خبرونه

اذربایجان کې د تېلو زېرمې چاودنه؛ شاوخوا ۲۰ تنه وژل شوي او سلګونه ټپیان دي

د اذربایجان نګورنو قرباغ کې د تېلو زیرمې د چاودنې له امله ۲۰ کسان وژل شوي او سلګونه نور ټپیان شوي دي

په دې چاودونه کې ډېر کسان ټپیان ښودل شوي او ویل کېږي چې نژدې ۳۰۰ تنه روغتونونو ته وړل شوي، چې د لسګونو یې حالت ” نازک” بلل شوی دی.

د بشري حقونو یوه فعال ګېګام سټیپانیان په ټولنیزو رسنیو کې لیکلي: “د تېلو په زېرمه کې د چاودنې له امله د ټپیانو شمېر له ۲۰۰ څخه اوښتی دی. د ګڼو کسانو روغتیایی حالت سخت او نازک دی. د نګورنو قره باغ طبي وړتیاوې کافي نه دي.”

نور ولولئ: د پاکستان بد اقتصادي حالت؛ د تېلو بیې شل روپۍ لوړې شوې

سیمه ییزو چارواکو د سه شنبې په ورځ په یوې خپرې شوې اعلامیې کې ویلي، د پیښې په ځای کې د ۱۳ تنو جسدونه موندل شوي. دا معلومه نه ده چې وژل شوي کسان څوک دي، اووه تنه نورو په روغتون ساه ورکړې.

د چاودنې لامل لا نامعلوم دی

د اذربایجان له خوا تېره اوونۍ د نګورنو قره باغ تر نیولو وروسته، زرګونه تنه وروسته له هغه له سیمې وتلي چې په ایروان کې د ارمېنیا حکومت د جګړې له امله د بې کوره شوي خلکو د لېږد لپاره پلان اعلان کړ.

په همدې وخت کې د ارمېنیا حکومت ویلي، ۱۳۳۵۰ تنه کډوال د نګورنو قرباغ له سیمې دې هېواد ته دننه شوي دي.

د نګورنو قره باغ جنجالي سیمه د شاوخوا ۱۲۰،۰۰۰ ارمني توکمو کور بلل کېږي.

نور ولولئ: د نړۍ کوم هېوادونه د تېلو زیاتې زیرمې لري؟

ارمېنیا: “په قره باغ کې توکمیزه تصفیه روانه ده”، د ارمېنیا او اذربایجان استازي په بروکسل کې غونډه کوي

د ارمېنیا او اذربایجان هېوادونو استازي نن بروکسل ته ځي، چې د اروپايي ټولنې په ملاتړ خبرو کې ګډون وکړي.

په داسې حال کې چې د ارمېنیا حکومت وايي، په نګورنو قره باغ کې قومي تصفيه پيل شوې، د جارمني کډوالو يوه څپه ارمېنیا ته رسېدلې.

د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان وايي، موږ په نګورنو قره باغ کې له توکمیزې تصفیې سره مخ یو او “اوس روانه ده”.

ارمېنیا کې موجوده ستونزې

د اذربایجان د چټکو عملیاتو په پایله کې د قره باغ غرنۍ سیمې تر خپلې ولکې لاندې راوستې، چې له امله یې له تېرې اونۍ راهیسې زرګونه ارمنیان له سیمې وتلي دي.

دا د نګورنو قره باغ د غرنیو سیمو له نیواک وروسته د دواړو هېوادونو د استازو لومړۍ غونډه ده، هلته شاوخوا ۱۲۰ زره ارمنیان اوسېږي.

د کړکېچ د کنټرول په موخه اوسمهال اروپايي ټولنه د خبرو کوربه توب کوي، چې د اذربایجان او ارمنستان د ملي امنیت سلاکاران به په کې ګډون ولري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیس مېلر له دواړو خواوو غوښتي چې د یوې تلپاتې سولې په موخه خبرو ته سره کېني.

په نګورنو قره باغ کې د ارمني توکمونو مشران وايي، ټولو هغو کسانو ته به چې غواړي له سیمې ووځي، زمینه برابره کړي. دوی دغه راز خلکو ته د وړيا تېلو د برابرولو ژمنه کړې ده.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button