اقتصاد او سوداګري

خلک د کاروبار نشتون او له لوړو نرخو شکایت کوي

په کابل کې خلک د کاروبار له نشتون او لوړو نرخونو شکایت کوي او وايي چې طالبان یې باید کنترول کړي

د پلازمېنې کابل یوشمېر اوسېدونکي په ښار کې د خوراکي توکو، په ځانګړې توګه اوړو د بیې لوړوالي په اړه شکایت کوي او وايي، خپلو کورنیو ته د خوراکي توکو برابرولو وسه یې له لاسه ورکړې ده. د کابل ښار د تایمني اوسېدونکی حلیم وايي، د خوراکي توکو د بیو په لوړوالي سره په سختۍ د خپلې اته‌کسیزې کورنۍ د خوړو اړتیاوې پوره کوي.

نور ولولئ: هغه شپږ ډوله خوراکي توکي چې ژر نه هضمېږي؛ دا توکي د شپې لخوا مه خورئ

نوموړی زیاتوي: «بیې ډېرې لوړې شوي. د ورځې چې ډېر کار وکړم، سل افغانۍ کېږي. په دغو پیسو څه وپېرم؟ اوړه، بوره، چای، که نورې ستونزې پرې حل کړم؟ له دغو سل افغانیو څه جوړېږي؟»

له اقتصادي وضعیت څخه شکایتونه

کابل ښاریان له حکومت څخه غواړي چې د خلکو اقتصادي وضعیت ته پام وکړي او په بازارونو کې د خوراکي توکو بیې کنټرول کړي. د کابل د څلورمې کارتې اوسېدونکی صبور وايي: «خلک له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. حکومت باید نرخونه کنټرول کړي او د بیو لوړوالي مخه ونیسي؛ ځکه کاروبار نشته و خلک له ستونزو سره مخامخ دي.»

نور ولولئ: د مغزي سکتې په مخنیوي کې مرسته کوونکي خواړه

خو د کابل ښار یوشمېر هټۍ‌وال بیا وايي چې له څه مودې راهیسې د خوراکي توکو، په تېره د اوړو بیه په لوړېدو ده. کریم چې د کابل په زړو مکروریانو کې هټۍ لري، وايي: «نن یوه بورۍ اوړه په ۱۹۰۰ افغانۍ دي. مخکې ۱۶۵۰ افغانۍ و او اوس ۱۹۰۰ شوي. بل یې هم شته چې یو ټن اوړه په ۴۵۵ ډالره شوي؛ په داسې حال کې چې مخکې یو ټن په ۳۶۰ ډالره و. بوره هم لوړه شوې ده.»

د سالنګ لارې بندېدو اغېزې

بله‌خوا د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولان وايي، هڅه کوي چې د سالنګ لویې لارې پر بدیلې لارې خوراکي توکي راوړي، څو د پلازمېنې په بازارونو کې د خوراکي توکو بیې را ټیټې شي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال خان‌جان الکوزي په دې اړه سلام‌وطندار ته ویلي: «کله چې موږ له هرات او تورغونډۍ نه کابل ته خوراکي توکي راوړو، څه باندې ۱۲ کیلومټره مزل کوو او ورځې ورځې نیسي. کومې ستونزې چې ماهیپر کې پیدا شوې، دا د بازار پر بیو اغېز کوي. اوس اوړه د ایران له لارې هم راوړل کېږي او د شیبر له لارې یې هم کوچني موټر راوړي. هیله لرم چې بیې تر دې نورې لوړې نه‌شي او هڅه کوو چې راکمې یې کړو.»

کابل ښاریان داسې مهال د خوراکي توکو برابرولو کې له سختیو سر ټکوي چې د پلازمېنې په بازارونو کې د خوراکي توکو، په ځانګړې توګه د اوړو بیه لوړه شوې ده. د سالنګ‌ لویې لارې په تړل کېدو سره د یوې بورې اوړو بیه ۳۰۰ افغانۍ او په تېره یوه اوونۍ کې هم ۱۰۰ افغانۍ لوړه شوې ده.

د یادونې وړ ده چې د هرې ورځې په تېرېدو سره د خلکو اقتصادي وضعیت خرابېږي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button