لوبې خبرونه

نوین الحق له نړیوال او ډي ای وروسته یو ورځینۍ لوبې پرېږدي

نوین الحق وايي، له نړیوال جام وروسته له او ډي ای لوبو سره مخه ښه کوي

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې ۲۴ کلن تېز بالر د زنګانه د ټپونو له امله اړ شوی چې له روان نړیوال جام وروسته نورې یو ورځنۍ لوبې ونه کړي

په هند کې د روان نړیوال یو ورځني جام لپاره د افغانستان په ۱۵ کسیزه لوبډله کې شامل لوبغاړی نوین الحق وایي دا به یې په یو ورځنیو لوبو کې وروستی ګډون وي.

نور ولولئ: ویرات کوهلي او نوین الحق د شخړې له کبله جریمه شوي

له بي بي سي سره په خبرو کې ۲۴ کلن نوین الحق وویل چې د زنګانه د ټپ له امله د ډاکټرانو په سپارښتنه اړ شوی دی چې له دې وروسته یو ورځنۍ لوبې ونه کړي.

٬٬ سږ کال په انګلنډ کې د شل اووریز لیګ په ترڅ کې زما زنګون ټپي شو، د هغه له امله د افغانستان لپاره په اسیايي جام او تر هغه وړاندې له سرېلنکا او پاکستان سره په لوبلړیو کې ونه لوبېدم. نړیوال جام ته د بورډ، د غوراوي کمېټې د مشر او د لوبډلمشر په غوښتنه راغلی یم او غواړم دلته په وروستي ځل د خپل هېواد لپاره یو ورځنۍ لوبې وکړم.،،

نوین الحق د کوم ځای او چېرته زېږېدلی؟

په کابل کې زېږېدلی نوین الحق وایي په بنګلور کې د متخصصو ډاکټرانو سپارښتنه راته دا وه چې د زنګانه ټپونو ته په پام دې غوره دغه ده چې یو ورځنۍ او نورې فرسټ کلاس لوبې ونه کړم.

نوین الحق وايي، “ډاکټرانو راته وویل چې که شل اووریزو لوبو ته پام واړوې شاید لوبیز ژوند دې دوام وکړي کنه نو پرله پسې عملیاتونه او تر میاشتو میاشتو استراحت به دې له لوبو لیرې ساتي.”

نور ولولئ: افغان کرکټ ټیم پاکستان ته پرلپسې دویمه ماتې ورکړه

د بي بي سي پښتو د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولې یې تر نړیوال جام یوه اوونۍ وړاندې له یو ورځنیو لوبو د لاس په سر کېدو خبره په داګه کړه، نوین وویل:

“غواړم له ټولو سره صادق واوسم، دا هم نه غواړم چې وروسته بیا خلک نور تورونه پوري کړي او زما خبره ونه مني چې د زنګانه د ټپ له امله دې دردونکې پرېکړې ته اړ شوی یم. ما ته د افغانستان د ملي لوبډلې کامیابي تر هر څه غوره ده او په ټیم کې یووالی غوره بولم، نه غواړم چې په ناسمو ګنګوسو خلک زما دا پرېکړه غلطه تعبیر کړي.”

تر نړیوال جام وړاندې د دوی لوبې

تر نړیوال جام وړاندې افغانستان دوې تمریني لوبې لري چې لومړۍ یې د جمعې په ورځ، د سپتمبر ۲۹ مه له سویلي افریقا سره او دویمه یې د اکتوبر په دریمه له سرېلنکا سره ده.

په نړیوال جام کې به افغانستن د اکتوبر په اوومه نېټه خپله لومړنۍ لوبه له بنګله دېش سره کوي.

د ځینو افغان مینه والو پر ده تل نقد دغه و چې سرعت یې لږ دی خو د ده د توپ اچولو همدې هنر د هند د مخکښ شل اووریز لیګ ای پي ایل په ګډون ډېرو هېوادونو کې پېرېدونکي لرلي دي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button