لوبېلوبې خبرونه

ویرات کوهلي او نوین الحق د شخړې له کبله جریمه شوي

د هند د کرکټ لوبغاړی ویرات کوهلي او افغان لوبغاړی نوین الحق د هند د غوره لیګ (آی پی ایل) له یوې لوبې وروسته د لفظي شخړې په سر جریمه شوي دي

د دوشنبې په د لکنو او بنګلور د ټیمونو تر منځ د یوې سختې لوبې وروسته ویرات کوهلي لیدل کیږي چې له لوبغالي څخه د وتلو پر وخت له افغان لوبغاړي نوین الحق سره شخړه کوي او هغه یې هم ځواب وايي.

نوین الحق د لکنو د ټیم غړی او کوهلي د بنګلور په ټیم کې لوبیږي. د لیګ تنظیموونکو ویلي چې ددې شخړې له کبله کوهلي د لوبې د فیس ۱۰۰ فیصده او نوین الحق ۵۰ فیصده جریمه شوي دي. د دوشنبې د ورځې دا لوبه بنګلور وګټله.

نور ولولئ: سنجی منجریکر د کوهلي په اړه څه ویلي ؟

ویرات کوهلي او نوین الحق د لوبې په مهال هم په لفظي شخړې لیدل کېږي، خو دقیق نه ښکاري چې دوی یو او بل ته څه وايي. تر دې دمه نه کوهلي او نه هم نوین په رسمي ډول په دې اړه څه ویلي دي.

له نوین الحق سره د الفاظو له تبادلې وروسته، کوهلي د لکنو د ټیم له روزونکي او د هند د ملي ټیم د پخواني لوبغاړي ګوتم ګمبیر سره هم لفظي شخړه کې لیدل کېږي چې وروسته د بنګلور د ټیم کپتان او د جنوبي افریقا لوبغاړي فاف ډوپلیسيس دواړه سره بیل کړل.

ګمبير هم جريمه شوی

ګمبیر هم د دې شخړې له کبله د لوبې ۱۰۰ فیصده فیس جریمه شوی دی. د آی پی ایل مسوولینو ویلي چې درې واړو لوبغاړو خپله ملامتي منلې ده.

دا د آی پي ایل په روان فصل کې د هند د ملي ټیم د پخواني ۳۴ کلن کپتان ویرات کوهلي، چې په لوبو کې په احساساتي چلند هم مشهور بلل کېږي چې دوهم ځل دی چې جریمه کیږي.

کوهلي تېره میاشت د چنای او بنګلور تر منځ په لوبه کې د خپل چلند له کبله د لوبې ۱۰ فیصده فیس جریمه شو. دا لوبه د چنای په ګټه پای ته ورسېده.

نور ولولئ: د هندوستان غوره ليګ IPL سياليو په لړ کې تېره شپه بنګلور لوبډلې لکناو لوبډلې ته ماتې ورکړه

کوهلي که څه هم په معاصر کرکټ کې په نړیواله کچه یو له ترټولو غوره توپ وهونکی ګڼل کیږي، خو د هغه د بنګلور ټیم تراوسه د آی پي ایل جام ندی ګټلی.

کوهلي په ۲۰۲۱ کې د بنګلور د ټیم کپتاني پرېښوده

نوموړی په ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کلونو کې په لوبو کې د ښه نه ځلېدو له کبله د ملي ټیم له کپتانۍ لیرې شو.

کوهلي په دغه دوره کې د خپلو روغتیايي ستونزو په اړه هم خبرې وکړي او له خپلې مېرمنې، انوشکا شرما سره، چې د هندي فلمونو لوبغاړې ده، د خپلو ستونزو څخه پرده پورته کړې ده.

کوهلي یو ځل د آی پي ایل په یوه لوبه کې له سوځېدو وروسته په خپل بیټ باندې د یوې پلاستیکي څوکۍ د وهلو له کبله جریمه شو.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button