د افغان کرېکټ ملي لوبډلې روزونکی: د پاکستان د ماتولو هیله لرو
د کرکټ ملي لوبډلې روزونکی له پاکستان د کرکټ لوبې د ګټلو لپاره هیله مندي ښودلي
تېر ځل هم افغان لوبډلې نیوزیلنډ ته د لوبو ګټلو چانس ورکړ، کنه هغه لوبډله یې ډېر وارخطا کړي وه او دې ته یې نه پرېښوده چې افغانستان ته ډېر هدف ورکړي.
د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې روزونکی جانتن ټروټ وايي، لوبډله یې له پاکستان سره جذباتي سیالۍ ته منتطره ده او هیله لري چې دا لوبه به وګټي.
نور ولولئ: کرکټ نړیوال جام؛ سبا به نیوزیلنډ او افغانستان له یو او بل سره مخامخ شي
دواړه هېوادونه سبا په نړیوال جام کې سره مخامخېږي او بري ته سخته اړتیا لري.
د پاکستان او افغانستان د کرېکټ سیالۍ تر ډېره د دواړو هېوادونو د توپاني سیاسي اړیکو منعکسوونکې وي.
د پاکستان له لوبډلې سره افغان لوبغاړي احساساتي کېږي
د افغان لوبډلې روزونکی د سبا ورځې سیالۍ ته په اشاره له فرانس خبري اژانس سره په خبرو کې وايي: «زما په اند افغان لوبغاړو ته دا داسې سیالي ده چې دوی احساساتي کوي.»
د هغه په خبره، که افغان لوبډلې له پاکستان سره پخوا هم له جذباتو ډکې سیالۍ کړې، خو ور سره یې ډېرې دوستانه لوبې هم درلودلې دي.
نوموړی وایي، هیله من دی چې سبانۍ لوبه به ډېره جذباتي نه وي او په لوی توپیر به یې افغان لوبډله وګټي.
هغه وايي، دواړه لوبډلې یو بل ته درناوی لري، خو د ګټلو لپاره ډېر سخت دي.
پاکستان په کرېکټ نړیوال جام کې په څلورو لوبو کې دوه ګټلې او دوه بایللې دي.
په دې نړیوالو سیالیو کې د انګلنډ ماتې
افغانستان هم له دریو ماتو وروسته د کرېکټ نړیوال جام د تېر اتل انګلنډ په ماتولو سره حیرانوونکی بری ګټلی دی.
د فرانس خبري اژانس د راپور له مخې، د سبا ورځې سیالي هم د دوی ترمنځ د کرښې اوږدو کې جنجال ته د مرچ مسالې ور زیاتولو په مانا دي.
په کرېکټ لوبو کې هم د دواړو هېوادونو د لوبغاړو ناندرۍ شوې دي.
نور ولولئ: کرېکټ نړيوال جام؛ د افغانستان جادوګر بالینګ انګلستان له پښو واچوه
د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام لوبو کې چې پاکستان درې ویکټو سره سیالي وګټله د دواړو هېوادونو د مینوالو ترمنځ له لوبغالي بهر جنجال وشو.
تېر کال هم په شارجه کې په شل اوره لوبو کې د افغانستان د لوبغاړي فرید ملک او د پاکستاني لوبغاړي اصف علي ترمنځ ګواښ او ګیر وشو.
خو نننۍ لوبه کې به وکتل شي چې افغان لوبغاړي د پاکستان پر وړاندې څه ډول لوبه کوي او پایله به یې څه وي.