ځاییکورني خبرونه

حامد کرزی: د م.م. د سیاسي دفتر له سیاسي مرستیال سره مو ولیدل

ښاغلي کرزي د ملګرو ملتونو د یوناما له مرستیال سره په کابل کې لیده کاته کړي دي

د افغانستان پخواني ولسمشر کرزي له دې وړاندې هم له نړیوالو سیاسیونو سره پر بېلابېلو موضوعاتو او په خاص ډول په افغانستان کې د نجونو د زده کړو په اړه بحثونه کړي وو تر څو طالبان د نجونو او ښځو پر مخ د پوهنتونونو او کار کولو دروازې پرانیزي.

ددې لیدنو په اړ کې پخواني ولسمشر حامد کرزي د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي له سیاسي مرستیال مارکس پوتزل ولیدل.

نور ولولئ: حامد کرزی اسلامي امارت ته؛ اجازه ورکړئ چې نجونې ښوونځي ته لاړې شي

نور ولولئ: پخوانی ولسمشرغني: له پاکستانه د افغان کډوالو جبري ایستنه ناورین دی او باید مدیریت شي

کرزي پر اېکس پاڼې لیکلي، چې په دغه لیدنه کې د هرات د زلزله ځپلو او له پاکستانه څخه راکډه شويو افغان کډوالو ته د کورونو جوړلو په برخه کې د مرستې په اړه خبرې وشوې.

په دې لیدنه کې پر روانو حالاتو خبرې شوې

حامد کرزي نن یکشنبه ( د لړم په ۱۴مه ) پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې د افغانستان لپاره یې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي له سیاسي مرستیال مارکس پوتزل سره په لیدنه کې د افغانستان په روانو حالاتو خبرې کړې دي.

پخواني ولسمشر د ملګرو ملتونو له لوري له افغانانو سره د مرستې د دوام ترڅنګ په ځانګړي توکه د هرات زلزله ځپلو او له پاکستانه څخه راستانه شویو کډوالو سره د لازیاتو مرستو غوښتنه کړې ده.

همداراز؛ په دې لیدنه کې د نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو پر بیا پرانیستلو او کار ته د ښځو پر راستنېدو ټینګار شوی او په هېواد کې د تلپاتې سولې او ثبات د تامین لپاره د ملي خبرو پیل اړین ګڼل شوی دی.

افغانستان کې دایمه سوله او ثبات نه ښکاري

شنونکي وايي چې کرزی هڅه کوي تر څو په افغانستان کې د یوه ملي ډیالوګ له لارې یو داسې مشروع او قانوني دولت ته لار هواره کړي چې یوازې ملاییزم نه بلکې په کې د هېواد ټول اړخونه شریک او افغانستان یو ځل بیا د دایمي ثبات خاوند شي او له همدې امله یې ګڼې لیدنې هم کړي دي.

حامد کرزي له دې وړاندې بار – بار د یو ملي ډیالوګ پر جوړېدو ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې د دایمي سولې او ثبات لپاره ملي ډیالوګ اړین دی. خو طالبانو د هغه خبرو ته غوږ نه ږدي او نه یې په دې اړه تر اوسه څه ویلي دي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button