۲۰۲۳ کال امریکا کې تر ټولو ډېر خبرونه ټیکټاک کې کتل شوي
یو څېړنیز مرکز د یوه راپور په خپرولو سره وايي، روان کال امریکا کې له ټېکټاک د خبرونو لیدنه زیاته شوې
د «pew» په نوم یوه څېړنیز مرکزامریکا کې د یوې نوې سروې له مخې موندلې چې دغه هېواد کې د ټېکټاک له لارې د ورځنیو خبرونو د لیدونکو شمېر لوړ شوی دی.
دې څېړنیز مرکز په خپلې دې سروې کې ویلي چې تېر کال دغه هېواد کې ۲۲ سلنه خلکو د ټېکټاک له لارې له ورځنیو خبرونو ځان خبراوه، خو سږکال ۲۰۲۳ دغه شمېر ۴۳سلنې ته لوړ شوی دی.
دغه سروې کله شوې ده؟
یاده سروې د سپټمبر له ۲۵مې د اکتوبر له لومړۍ شوې چې ۸۸۴۲ کسان پهکې پوښتل شوې دي. په سروې کې ۶۷سلنه ګډون کوونکو ویلي چې د ورځنیو خبرونو لپاره وېبسایټ او اپلېکېشنونو څخه کار اخلي.
نور ولولئ: د ټیک ټاک نوی مشر شو زي چیو څومره پيژنئ؟
سروې کې ویل شوي چې امریکا کې د خبرونو لپاره فېسبوک ټولنیزه رسنۍ تر ټولو مشهوره ده چې ۳۰سلنه یې امریکایان یې د خبرونو لپاره کاروي.
یوټیوب ۲۶سلنه، انسټکرام ۱۶سلنه او ټېکټاګ بیا ۱۴سلنه امریکایان د خبرونو لیدلو لپاره کاروي.
په کومو شبکو کې د خبرو لیدل ډېر دي؟
په شوې سروې کې دا هم ویل شوي چې امریکا کې ډېری ښځې په «نېکسډور، فېسبوک، انسټکرام او ټېکټاک» کې د خبرونو څارونکې دي. نارینه بیا د خبرونو لپاره یوټیوب، لېنګډېن، اېکس او رېډاېټ څاري.
سروې کې د اېکس په اړه ویل شوي چې د امریکا ۴۶ سلنه جمهوري غوښتونکي او ۴۹سلنه د ډموکراټ ګوند غړي له اېکس استفاده کوي.
نور ولولئ: ټیک ټاک مشهوره کړې اشپزې امریکا کې رستورانت پرانیست
دا سروې داسې مهال کېږي چې په نړۍ کې د ټولنیزو رسنیو اهمیت په ډېرېدو دی او ګڼ خلک دغه رسنیو ته په اسانۍ لاسرسی لري. دوی کولی شي چې د خپلو ځیرکو تیلیفونونو د ډیوایسونو له لارې ټولنیزو رسنیو ته لاس رسی ولري او هر هغه ځای چې انټرنیټ کار کوي، دوی به په فیسبوک، ایکس، ټیکټاک، انسټاګرام او نورو ټولنیزو شبکو کې خبرونه او نورجالب معلومات ګوري.
ددې برخې شنونکې او کارپوهان وايي، چې که دا لړۍ همداسې په چټک پرمختګ کې پاتې شي، نو د نورو رسنیو رول به په ټولنه کې پیکه او بې خونده شي، ځکه خلک به ټولنیزو رسنیو ته ډېر ارزښت ورکوي.
د یادونې وړ ده چې میټا شرکت په فلسطین او اسراییلو کې پر خپله شبکه ځینې محدودیتونه وضع کړي تر څو هلته د تاوتریخوالي د لا زیاتېدو مخه ونیسي، ځکه اکثره ځوان نسل سوشل میډیا کاروي.