له دې وروسته پاکستان ته بې وېزې افغان ناروغان نه شي تللی

پاکستان په تازه اقدام کې پر هغو افغان ناروغانو بندیز لګولی چې وېزه ونه لري
د طالبانو حکومت کې د افغانستان ختیځ ننګرهار ولایت ځايي چارواکي وايي، پاکستاني لوري په یوه ناڅاپي ګام کې له تېرې جمعې ورځې راهیسې له افغانستانه د ورتلونکو هغو افغان ناروغانو پر مخ د تورخم دروازه تړلې ده چې پاسپورټ او وېزه نه لري.
نور ولولئ: امریکا پاکستان ته؛ د افغان کډوال ځورول ودروئ
نور ولولئ: اروپايي ټولنه: له پاکستانه راغلو افغان کډوالو سره ۶۱ میلیونه یورو مرسته کوو
مخکې د یوې هوکړې له مخې پاکستاني چارواکو تورخم دروازه کې افغان ناروغانو ته اجازه ورکوله چې له وېزې پرته دغه هېواد ته د درملنې لپاره ولاړ شي.
په تورخم دروازه افغان ناروغان نه دي پرېښودل شوې
د ننګرهار ځايي چارواکو له ټولو ناروغ لرونکو کورنیو غوښتي چې له پاسپورټ او وېزې پرته د تورخم له لارې پاکستان ته د تللو هڅه ونه کړي.
د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور امر قریشي بدلون په دې اړه بي بي سي ته وویل:
“پاکستاني لوري په ناڅاپي ډول پاکستان ته د درملنې په موخه د تلونکو ناروغانو پر مخ د تورخم دروازه تړلې او هېڅ یو ناروغ ته اجازه نه ورکوي چې پښتونخوا یا د پاکستان نورو ایالتونو ته ولاړ شي.”
دی وايي چې پاکستان مخکې په دې اړه ځینې محدودیتونه لګولي وو او تر څو ورځو وړاندې مودې پورې یې یوازې د سرطان او هغو ناروغانو ته له پاسپورټ او وېزې پرته د ورتګ اجازه ورکوله چې افغانستان کې به یې درملنه ناشونې او ګرانه وه.
په ورته وخت کې د طالبانو حکومت ویلي، چې د کندهار په سپین بولدک کې د ثبت او تثبیت کمېټې د معلوماتو له مخې، د جمعې په ورځ له پاکستانه ۲۴۴ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي، چې د غړو شمېر یې ۱۴۸۸ تنو ته رسېږي.
هېواد ته د کډوالو د راستنېدو بهیر
دغه افغان کډوال پر داسې مهال له پاکستانه خپل هېواد ته ستانه شوي، چې د د پاکستان چارسمبالي حکومت لخوا د افغان کډوالو د ځورونو او په زور ایستنې پر ضد یو شمېر فعالانو او د ملي جمهوري غورځنګ ګوند مشر محسن دوړ لا له وړاندې سترې محکمې ته اپیل کړی چې د پاکستان حکومت له دې چلند را وګرځوي.
سترې محکمې د دغه اپيل ارزونې په لومړۍ ناسته کې د پاکستان چارسمبالي حکومت او نورو اړوندو ادارو ته خبرداری ورکړی دی.
یوه ورځ وړاندې د پښتون ژوغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د چمن پرلت ته په وینا کې هم له سترې محکمې د انصاف غوښتنه وکړه.
لا هم ګڼې کورنۍ د ژمي په رارسېدو لا هم هېواد ته راروانې دي.