سي ای اې: په ایران کې چاودنې افغانستان کې د داعش خراسان کړې
د امریکا استخبارات وايي چې د کرمان چاودنې د افغانستان داعش څانګې کړي دي
دوه ورځې وړاندې د ایران په کرمان شهر سیمه کې د قاسم سلیماني په تلین غونډه کې دوه چاودنې وشوې چې تر سلو ډېر کسان یې ووژل او په سلګونو نور یې ټپیان کړل
رویټرز خبري اژانس د دوو امریکايي سرچینو په حواله چې نوم یې نه دی اخیستی راپور ورکړی چې امریکايي استخباراتي معلومات ښيي، د ایران په کرمان کې د تېرې چارشنبې ورځې چاودنې په افغانستان کې مېشت د اسلامي دولت په نامه وسله والې ډلې یا داعش کړې.
داعش ډلې په کرمان کې د یادو چاودنو مسوولیت منلی وو. یوې امریکايۍ سرچیني ویلي چې دوی کره شواهد لري چې ښيي دا چاودنې افغانستان کې مېشت د داعش خراسان ډلې کړې.
د سي ای اې دغه معلومات کره ښودل شوي
دغو سرچینو ویلي چې په دې اړه د دوی معلومات دقیق او کره دي. دواړو سرچینو ویلي چې د امریکا معلومات د داعش ډلې د غړو د ټیلیفوني مکالمو له اوریدو تر لاسه شوي دي.
د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي هم وايي، په دې کې شک نه لري چې دا د داعش کار و. دی زیاتوي چې دغو چاودنو وښودله چې داعش افغانستان او سیمې ته خطر دی او دا خطر د ډېرېدو په حال کې دی.
نور ولولئ: طالبان: په ایران کې وروستۍ چاودنې په کلکه غندو
نور ولولئ: په ایران کې د ملي ماتم اعلان؛ د قاسم سلیماني په تلین غونډه کې چاودنې له سلو ډېر کسان وژلي
نور ولولئ: د قاسم سلیماني تلین غونډه کې خونړۍ چادونې؛ دغه جنرال څوک و؟
“(که څه هم) د دغې يوې پېښې پر بنسټ د داعش کمي او کیفي ځواک ارزول سخت دي، خو لکه موږ چې پخوا هم ویلي، داعش یو پام وړ خطر دی. دوی تر ډېره له افغانستانه فعال دي او هلته یې مرکزیت جوړ کړی او دوی د افغانستان خلکو ته او سیمې ته ګواښ پېښوي”.
ایران وايي، د یوه کس بریدګر هویت نه دی څرګند شوی
د ایران کورنیو چارو وزارت مسوولین وايي، د پېښې په تړاو یې ”یو شمېر کسان پېژندلي او نیولي دي.”
ویډیو؛ امریکا او اسراییلو ته د امریکا اخطار.
د ايران په کرمان ښار کې د چارشنبې ورځې خونړيو چاودنو د قربانیانو له خښولو یو ساعت وروسته، د دغه هېواد د استخباراتو یا امنیت وزارت په یوه اعلامیه کې ويلي چې د انقلاب ساتي یا سپاه پاسداران ځواک د پخواني قوماندان قاسم سلیمان د څلورم تلین مراسمو پرمهال چاودنې دوه ځانمرګو بریدګرو کړې چې یو یې تاجکستانی و.
قاسم سلیماني څلور کاله وړاندې په عراق د امریکا د بې پيلوټه الوتکې په یوه برید کې ووژل شو.
د ایران د استخباراتو وزارت وايي، د دویم بریدګر پېژندګلوي لا هم نه ده شوې. د دې وزارت له خوا خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د دې چاودونو په تړاو په شپږو ولایتونو کې نهه کسان نیول شوي. اعلامیه کې دا کسان د بریدګرو د ملاتړو او اسانچارو په توګه یاد شوي دي.
دا په ایران کې له ۳۵ کلونو وروسته تر ټولو ډېر تلفات لرونکې چاودنې بلل کېږي.