افغانستانهنر او ادب

د کاپي رایټ حقوق یا قانون څه ته وايي؟

کاپی رایټ حقوق یا قانون په ټولنیزو رسنیو کې ډېر لږ پلی کېږي

کاپي رايټ د انحصاري حقونو مجموعې ته وايي او په اصطلاح کې د يوه خبر، راپور، تصوير او نورو رامنځ ته کوونکو څيزونو د امتياز حق د توليدونکي کس حق بلل کېږي.

د کاپي رايټ حقوق د لاندې برخو څخه ملاتړ کوي.(کتابونه، رساله، ژانرونه، لکچر، بيانيه، هنري کارونه، رسامي، لنډې او اوږدې ليکنې، انځور، پلانونه او نور…)

په افغانستان کې د کاپي رايټ قانون په 1387 کال کې په 49 مادو کې تصويب شو

د کاپي رايټ قانون نېږدې د  160 هېوادونو لخوا لاسليک شوى، د ياد تړون په غړو هېوادونو کې هر رامنځ ته کېدونکى تصوير، فلم، سي ډي، کتاب او د خبر حقوق ساتل کېږي، که چېرې کوم کس له اجازې پرته پدغه برخه کې تکثير او خرڅلاو وکړي، د هېوادونو د داخلي قوانينو له مخې مجرم بلل کېږي او بايد مجازات شي.

copy right law1

که چېرته د چا ليکنه، انځور او نور خپروئ، بايد اول اجازه واخلئ او که د اجازې اخيستو وخت په لاس دره نه غلو بايد د هغه شخص نوم يا د هغه منبع نوم ذکر کړئ چې مالومات مو ترې اخيستي ول، که هغه يوه جمله ليکل هم وي.

نور ولولئ: خوست کې له پاکستان د لوبو ګټلو په ویاړ زرګونه کتابونه ویشل شوي

نور ولولئ: خصوصي پوهنتونونو ته د طالبانو نوی امر

نور ولولئ: افغانستان کې طالبانو پر ځینو کتابونو بندیز ولګاوه

له کاپي رایټ قانون ســرغړونه:

  • کاپي کول، عامو خلکو ته يې ورکول، کرايه ورکول او کاپي يې پور کول، د خلکو په مخ کې اجرأت او يا نمايش کول سرغړونه ده.
  • د سوداګرېزو موخو لپاره د تخلف شويو توکو د کاپيانو واردول، ساتل، ښودل او يا ويشل سرغړونه ده.
  • د افغانستان د کاپي رايټ قانون 31 ماده کې راغلي: د اثر د مالک د ليکلي موافقې پرته په هره وسيله چې د هغه اثر په چاپ، بيا خپرولو، د یوې برخې په خپرولو ژباړه په خپل او يا د بل چا په نوم چاپ او خپور کړي د قانون له مخې به يو کال قيد او سل زره افغانۍ جريمه کېږي.

د کاپۍ رايټ قانون ګټې:

  • د کاپي رايټ د قانو د ليکوال او تو ليدونکي کار ته په ارزښت قايليدل دي.
  • که د کتاب،خبر،تصوير، او نورو څخه استفاده کېږي، د رامنځ ته کونکي کس څخه اجازه اخيستل د ليکوال دهڅونې سبب ګرزي.
  • په نړۍ او ټولنه کې د بې نظمۍ مخنيوى کېږي
  • د هر رامنځ ته کېدونکي څيز ګټه او تاوان يو کس ته متوجې کېږي.

نو هیله داده چې د کاپي رایټ قانون مراعت کړئ او ځانونه هم ورباندې پوه کړئ.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button