د اوسپنې پټلۍ اداره: شاوخوا ۸۱زره مټرېک ټنه صادرات او واردات مو کړي
د طالبانو تر کنټرول لاندې د اوسپنې پټلۍ اداره د ۸۱زره مټرېک ټنو صادراتو او وارداتو خبر ورکوي
د طالبانو د اوسپنې پټلۍ اداره وايي، چې د یوې اوونۍ په ترڅ کې یې ۸۱ زره او ۵۷۷ مټرېک ټنه صادارت او واردات کړي دي.
دغې ادارې تېره ورځ یکشنبه د (سلواغې ۱۵مه) په اېکس پاڼه لیکلي چې په لېږدول شویو توکو کې نفتي او خوراکي توکي شامل دي.
د طالبانو د اوسپنې پټلۍ اداره وايي، د حیرتان بندر د اوسپنې پټلۍ له لارې یې ۶۲ زره او ۸۳۶ ټنه، د اقینې بندر د اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۰ زره او ۵۲۷ ټنه او د تورغونډۍ بندر د اوسپنې پټلۍ له لارې ۸ زره او ۲۱۴ ټنه توکي لېږدول شوي چې ټول شمېر ۸۱ زره او ۵۷۷ ټنه نفتي، غیر نفتي او نور توکي، هېواد ته وارد او بهر ته صادر شوي دي.
د یوې اوونۍ په لړ کې صادرات او واردات
یاده اداره وايي، دغه صادرات او واردات یې د ۱۴۰۲ کال د سلواغې له شپږمې تر ۱۲مې نیټې پورې کړي دي.
د دغه شمېر لېږدول شویو توکو له ډلې یوه برخه صادرات دي چې په تېره اوونۍ کې ۶۵۸ ټنه صادر شوي، او لویه برخه یې وچه مېوه او د آنارو اوبه (جوس) دي.
نور ولولئ: له کندهار بهر ته د وچې مېوې صادرات ۳۰سلنه زیات شوي
نور ولولئ: طالبان: ۱۰ میاشتو کې ۱۲۲ میلیارده افغانۍ صادرات شوي
نور ولولئ: وزارت مالیه:تېرودوواونیوکې عواید زیات شوي
دغې ادارې دا نه دي ويلي چې دغه توکي یې له کومو هیوادونو وارد او کومو هیوادونو ته صادر کړي خو وايي، دوی به خپلو صادراتو او وارداتو ته په راتلوونکي کې لا مناسب شرايط برابروي.
د طالبانو د اوسپنې پټلۍ ادارې د سلواغلې میاشتې په لومړۍ اوونۍ کې هم د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې ۷۹ زره او ۸۳۴ مټریک ټنه توکو د صادراتو او وارداتو خبر ورکړی و.
له درنو مالیاتو د سوداګرو شکایتونه
په افغانستان کې سوداګر او پانګه وال د طالبانو له لوري د درنو مالیاتو له وضع کولو شکایت کوي. دغه سوداګر د نوم نه ښودلو په شرط وايي چې اوس په نړیوال بازار کې د توکو بیې راولوېدلي، خو افغانستان کې ځکه ګران دي چې طالبانو ورباندې مالیه څو چنده لوړه کړي ده.
طالبان: کراچۍ کې د افغان سوداګرو د ایسارو اموالو د خوشي کولو موافقه وشوه
دوی زیاتوي چې که دغه مالیه راکمه نه کړي، نو په بازارونو کې د خلکو تقاضا کمېږي او په اقتصادي برخه کې به یو بل لوی بحران رامنځته کړي.
د یادونې وړ ده چې د درنو مالیاتو او کار نشتون له امله د بې روزګارۍ بحران رامنځته شوی دی.