د امرالله صالح په موټریز کاروان باندې بريد
د امرالله صالح په موټریز کاروان باندې بريد دپلازمینې ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند «تایمني» چوک کې د کابل حکومت د مشر د لومړي مرستیال «امرالله صالح» پر موټریز کاروان باندې حمله شوې.
امنیتي مسولینولاهم پوره معلومات ندي شریک کړي ؛ خو دا تاییدوي چې په تایمني څلور لاې کې نن سهار اووه نیمي بجې شاوخوا حمله شوې بلخوا د غیر رسمي معلوماتو له مهې په دغې برید کې ۱۰کسان عام وګړي وژل شوي.او د صالح بارډيګارډان تپیان شوي دي. دښاغلي صالح د دفتر هم په همدې تړاو وایي، چې په چاودنه کې د صالح درې تنه ساتونکي ټپیان شوي؛ خو نوموړي ته کوم زیان نه دی شوۍ او صرف لاس ېې لګ خوګ شوی وو.
دعامي روغتیا وزارت هم بیا وایي، چې د پېښې له ځایه مړي او اووه ټپیان روغتونونو ته لېږدول شوي.طالبانو په یاد برید کې لاس لرل رد کړي.طالب ویاند «ذبیح الله مجاهد» په یوه لنډ ټویټ کې لیکلي «د کابل چاودنه د اسلامي امارت په مجاهدینو پورې اړه نه لري.
دا حمله داسې مهال کېږي، چې وړمه ورځ امرالله صالح له طلوع نیوز سره په مرکه کې د کابل د امنیت په تړاو ډاډ څرګند کړ او ژورنالست ته یې وویل، که کارونه یې نه درلودای چمتو وو په بایسکل همدلته راشي.او ګشت او ګرز وکړي. اوس په دې اړه کومې بلې دلې هم څه ندي ویلي او د دې پېښې بریرګر نا معلوم دي نو اوس باید دې پېښې لپاره یو کمیسون جوړ شي او څېړنه وشي چې دا برید چاکړۍ.
په سوشل ميډيا کې هم په دې اړه خلک مختلف راېې لري او وايي چې دا برید باید وڅېړل شي او پا اینده کې د بلند پایه چارواکو امنیت باید په سمه توګه ونیول شي.ځکه په یو بلند پایه چارواکي باندې حمله کېدل دا د امنیتي مسولینو د ضعف علامت دي یاید داسې ونشي او دوښمن ته دا اجازه ورنکړي چې دا ډول بریدونه وکړي. که داسې ونشي نو دا به په اینده کې دنورو چارواکو لپاره هم ګواښ وي.
د یادونې وړ دی چې په امرالله صالح باندې دادویم برید دی چې کيږي یو برید ورباندې د دې نه پخوا هم د انتخاباتو په وخت کې شوی وو. دا هم باید یاده کړو چې په ښاغلي صالح باندې حملې نه وروسته د مختلف اعلۍ چارواکي د د پوښتنې ته ورغلي وو. په دې چارواکو کې تر ټولو لومړۍ د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر صیب عبدالله عبدالله ورغی او د نوموړي سره ېې غم شریکې وکړه.. د دې نه پرته حمدالله محب استاد سرور دانش داکټر فضلي او حنیف اتمر شامل وو.